ايران پلوه لبنانی تنظيم حزب الله په انځورونو کي وپېژنئ
د لبنان شعيه مذهبه سياسي او وسله وال تنظيم حزب الله ډېر پياوړی بلل کيږي. خو پر دغه تنظيم داسي تورونه دي چي د لبنان تر څنګ په سيمه کي په کړکېچونو کي لاس لري.
د حزب الله منځ ته راتلل
حزب الله سازمان چي «د الله ډله» معنی ورکوي په ۱۹۸۲ کال د اسرائيل له خوا د لبنان پر جنوب تر بريد وروسته د مذهبي مشرانو له خوا جوړ کړل سو. دغه سازمان دوې څانګي لري چي يوه يې سياسي او بله يې وسله واله ده.
د اسرائيل پر ضد ملي پيوستون
حزب الله سازمان په لومړي ځل په ۱۹۸۰م کال کي د شعيه مذهبه ملېشې په توګه راپورته سو. دغې ډلې د لبنان په کورنۍ جګړه کي مهم رول لاره. په ۲۰۰۰م کال چي کله اسرائيلو له جنوبي لبنان څخه خپل ځواکونه پر شا کړل، د هغه تر شا هم د حزب الله چريکي عمليات ول. په ۲۰۰۶م کال د اسرائيلو او حزب الله تر منځ بيا جګړه وسوه. خو په دغه جګړه کي نورو مذهبي ډلو هم له حزب الله سره مرسته وکړه.
د ايران ملاتړ
د حزب الله له جوړښت راهيسي له دغه سازمان سره ايران او د شام هيوادونه، نظامي، اقتصادي او سياسي مرستي کوي. دمګړی د دغې ډلې نظامي څانګه د لبنان تر پوځ زياته پياوړې بلله کيږي. دغه ډله نه يوازي په هيواد کي دننه، بلکي په سيمه کي زيات اغېز لري.
سياسي مشر
حزب الله تر هغه وروسته خپله ټول پام سياسي اړخ ته واړاوه، چي په ۱۹۷۵م کال کي پېل سوې کورنۍ جګړه په ۱۹۹۰م کال پای ته ورسېده. حزب الله په لبنان کي د اکثريتي شعيه مذهبي ډلې تر څنګ د مسيحيانو او نورو ډلو ملاتړ هم لري. په ۱۹۹۲م کال د دغه سازمان مشري حسن نصرالله پر غاړه واخيسته چي تر نن پوري د دغه سازمان مشر دی.
نظامي څانګه
د لبنان په کورنۍ جګړه کي د ښکيلو نورو سازمانونو برعکس، حزب الله د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته خپله وسله واله څانګه له منځه نه يووړه. که څه هم چي د هيواد نورو سياسي ډلو د حزب الله پر دغه مؤقف نيوکي هم وکړې خو دوی استدلال کوي چي دغه نظامي څانګه يې له اسرائيلو او نورو بهرنيو قوتونو څخه د دفاع له پاره حتمي ده.
ايا يوه ترهګره ډله؟
امريکا متحد ايالات، اسرائيل، کاناډا او عرب ليګ تر څنګ ځيني نور هيوادونه او نړيوال سازمانونه هم حزب الله ته د ترهګرې ډلې په توګه ګوري. خو بريتانيا، آستراليا او اروپايي اتحاديه د دغه سازمان د سياسي او نظامي څانګو تر منځ فرق کوي.
د سوريې په کورنۍ جګړه کي
حزب الله ډله د سوريې په جګړه کي د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي. دغې ډلې نه یوازي دا چي د سوريې د پوځ د وسلو د لېږد رالېږد لاري ساتلي دي، بلکي د لبنان شاوخوا يې داسي ساحه د سوريې د حکومت په پلويتوب خوندي کړې ده چي پکښي سني مذهبه مليشې ګواښ بلل کيږي.
د تشنج ډېرښت
لبنان له زیات وخت راهيسي د سعودي عربستان او ايران تر منځ د خپلو دلچسپيو د ساتلو له پاره د سيالۍ ډګر دی. خو په لبنان کي حزب الله د غلبې او په سوريه کي د دغې ډلې د فعاليتونو له کبله په سيمه کي د مذهبي ډلو تر منځ تشنج لا زيات سوی دی.