1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران له خپل پولي واحد څخه څلور صفره ليري کوي

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د ایران د پولي واحد ریال، د ارزښت تر کمېدو وروسته، اوس دې هیواد پریکړه کړې ده چې له خپلو پیسو څخه څلور صفره ليري کړي. پر دې سربیره به د ایران د پیسو رسمي نوم له ریال څخه تومان ته واوړي.

https://p.dw.com/p/3N4qx
Iran iranische Währung Rial und Dollar
انځور: tejaratnews

د چهارشنبې په ورځ د ایران د کابینې تر غونډې وروسته، د دې هیواد د حکومت ویاند علي ربیعي، وویل چې حکومت غواړي د دې هیواد د پولي واحد ریال، څلور صفره حذف کړي. ویل کیږي چې دغه پریکړه لږ تر لږه کولی شي پر خلکو باندې مثبت رواني اغیز وکړي.

ډیر ایرانیان همدا اوس د عادي معاملو له پاره یو میلیون ریال ورکوي. د ایران حکومت دا هم ویلي دي چې د ریال د څلورو صفرونو حذفول د اصلاحاتو له پاره هم اړین دي.

پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو د تازه اقتصادي بندیزونو له کبله د دغه هيواد د پولي واحد ارزښت لږ شوی او انفلاسیون یا د پیسو تورم زیات شوی دی.

پر دې سربیره به تر دې وروسته د ایران د ملي پولي واحد نوم د ریال پر ځای تومان وي. تومان تر ۱۹۲۵م کاله پورې د ایران پولي واحد وو، خو بیا وروسته په ریال واوښت. پخپله ایرانیان له کلونو راهیسې تومان خپل پولي واحد بولي. همدا اوس یو تومان لس ریاله کیږي.