ايران ـ افغانان په قفس کي نندارې ته وړاندي سوي
۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه
د افغانستان د پارلمان غړو د ايراني پوليسو له خواو د افغان مهاجرو د په قفس کي وړاندي کولو پر قضيه سختي نيوکي کړي او هغه يې د انساني کرامت او بشري حقونو پر ضد يو عمل بللی دی.
دا د هغه وروسته چي د ايران د شيراز ښار پوليسو د خپلو لاس ته راوړونو يو شمېر بېلګي په عامه محضر کي نندارې ته وړاندي کړي چي پکښي په قفسونو کي بند، سترګي تړلي افغان مهاجر هم شامل ول. د ايراني پوليسو د لاس ته راوړونو په دغه اقدام کي مخدره توکي، ممنوعه او جرمي مواد لکه شرابو بوتلان هم نندارې ته وړاندي کړل سوي ول.
هغه انځورونه چي د انټرنټ پر ټولنيزو شبکو خپاره سوي دي په زياته بيا د افغان او ايران د بشر د حقونو د فعالينو له خوا تر سخت تنقيد لاندي نيول سوي دي.
ايراني پوليسو و رسنيو ته ويلي چي ۲۷۷ بهرنيان يې نيولي او دا چي دغه يې د لاس ته راوړنو څخه يوه ده.
خو حتی زياتو ايرانيانو په ټولنيزو رسنيو کي د خپل هيواد د پوليسو دغه عمل سخت غندلی دی. د بېلګي په توګه د سينا په نوم یوې ايرانۍ مېرمني د فيسبوک پر پاڼه ليکلي: «هغوی انسانيت تر پښو لاندي کړی دی، بالکل هغسي لکه دوه سوه کاله ترمخه چي به تور پوستي انسانان قفسونو ته اچول کېدل»
د شهاب په نوم يو بر ايراني پر فيسبوک د افغان مهاجرو دغه انځورونه شريک کړي او ورسره لیکلي يې دي: «اصلي غميزه دا ده چي کله چي څوک انټرنټي پاڼو ته وګوري او هلته د خلکو نظرونه ولولي نو تر نيمايي څخه زيات ملت د دغه کار طرفداران دي او دغه بدبويه نژاد پرستي ورته بالکل عادي او هضم سوی کار معلوميږي.»
د بهنوش په نوم يوې افغانې پر انټرنټ د دغو انځورونو په تړاو ليکلي دي: «د هر ملت عزت د هغه هيواد د چارواکو په لاس کي دی. به داسي حال کي چي د هيواد مشرانو ته د هيواد دننه او دباندي زموږ برخليک اهميت نه لري، له بهرني هيوادونو څخه د څه شي ګيله؟» بهنوش زياته کړې: «نور زموږ سره هغسي چلن کوي، لکه چي موږ يې اجازه ورکوو.»
د رضا په نوم يو بل افغان چي په خپله يو وخت په ايران کي مهاجر ؤ او اوس آلمان ته رامهاجر سوی دی، پر انټرنټ ليکلي دي: «مثلا ايران زموږ سره هم ژبی او هم دين هيواد دی. په غيراسلامي هيوادونو کي انسان ته ارزښت ورکول کيږي بېله توپيره چي کوم دين لري. دلته د انسان کرامت مطرح دی او بل شی نه.»
د ولسي خلکو تر څنګ د افغانستان د پارلمان بعضو وکيلانو هم په ايران کي د افغان مهاجرو سره د پوليسو دغه چلند غندلی دی. له دغو څخه بعضو ويلي چي غواړي دغه موضوع په پارلمان کي مطرح کړي او غواړي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارات په دې تړاو اقدام وکړي.
محمد رضا خوشک چي د افغانستان په پارلمان کي د هرات د خلکو وکيل دی، پر خپل فيسبوک پاڼه يې ليکلي دي چي په قفس کي د انسانانو اچول او بيا هغوی نندارې ته وړاندي کول د داعش په څېر يو عمل دی.
دا لومړی ځل نه دی چي د افغان مهاجرو په وړاندي د ايراني چارواکو عمل تنقيدونه راپاروي. څو وخت تر مخه په ايران کي د يوې افغانې انجلۍ مرګ تنقيدونه راپارولي ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.04.2016):