1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د نړيوال اتومي تړون ټول محدوديتونه لغوه کړي

۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبه

له امريکا سره د سختې ترينگلتيا په ترڅ کې ايران اعلان کړی دی چې نور به د نړيوال اتومي تړون د هيڅ ډول مقرراتو پابندي ونه کړي. خو دغه هيواد بيا هم د ځان له پاره يوه لاره پرانیستې پريښې ده.

https://p.dw.com/p/3VkqF
Iran Reaktor Natanz
انځور: picture-alliance/abaca/SalamPix

د يکشنبې په ماښام د ايران حکومت وويل: «د ایران د اتومي پروگرام له پاره نور هیڅ محدوديتونه نه شته.» زياته شوې چې دا د «يورانيمو د غني کولو پر وړتيا او کچه او همدا راز د تحقيقاتو او پراختيا پر نورو برخو» هم صدق کوي. دا د ۲۰۱۵م کال د اتومي تړون د لغوه کولو «پنځم او وروستی پړاو» دی.

په عين حال کې ايران دا هم روښانه کړې ده چې اتومي پروگرام یې تل له خپلو تخنيکي اړتياو سره برابر پرمخ وړی دی. په دې توگه دا خبره روښانه نه ده چې ايران په رښتيا تر کومې کچې د يورانيمو غني کول په نظر کې لري.

تهران ويلي دي چې د اتومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره به همکاري دوام ولري. دا هم ويل شوي دي چې ايران هر وخت چمتو دی چې امريکا دغه تړون په سمه توگه عملي او بندیزونه لغوه کړي، اتومي تړون بيرته په بشړه توگه ومني. ايران په دې توگه د ديپلوماتيک حل له پاره يوه لاره پرانيستې پريښي ده.

«غير متناسب» متقابل عمل

د سیاسي څارونکو په حواله ايران په دې توگه په عراق کې د امريکا په هوايي بريد کې د جنرال قاسم سليماني پر وژنه غبرگون ښوولی. د تهران حکومت د سليماني د وژنې د غچ اخيستو قسم خوړولی وو. د جنرال سليماني له وژل کيدو راهيسې په سيمه کې د وضعيت د خرابیدو او جگړې په اړه انديښنې ډېرې شوي دي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې منځ کې روښانه کړې چې پر امريکايي وگړو او يا امريکايي هدفونو د بريدونو پر صورت کې به ايران د سختو پايلو سره مخ شي.

ترمپ د تويتر له لارې گواښ کړی دی چې امريکا به چټک او پراخ غبرگون وښيي. هغه خبرداری ورکړ چې دغه ډول يو متقابل ځواب به «احتمالاً غیر متناسب» وي. له دې څخه ظاهراً د ترمپ هدف دادی چې امريکا به د ايران د حملې ځواب په يوه ستر بريد سره ورکړي.

bs/nz (afp, dpa)

زموږ له آرشیف څخه: