1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران خپل جوړ د توغنديو دفاعي سيستم نندارې ته وړاندي کړی

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د تهران حکومت ادعا کړې ده چي د توغنديو دغه دفاعي سیستم په بشپړ ډول په هیواد کې دننه جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3OK7r
Iran Flugabwehrraketensystem Missile S-300 in Teheran
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/PRESIDENTIAL OFFICIAL WEBSITE

د ایران د دولتي رسنیو په حواله د توغنديو دغه سیار دفاعي سیستم په ډیره لیرې فاصله کې خپل هدف ویشتلی شي. د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ(د اګست میاشتې ۲۱) د «باور ۳۷۳» په نوم دغه سیستم معرفي کړی دی.

د ایراني رسنیو په حواله دا سیستم په خپله وړتیا کې د روسیي د S-300 ډوله توغندیو سیال دی. په لویدیځ کې د نظامي چارو د کارپوهانو په حواله ایران اکثره وخت خپلې وسلې ډیري پياوړې معرفي کوي.

د ایران له خوا د «باور ۳۷۳» په نوم دفاعي سیستم په داسې یو وخت کې نندارې ته وړاندي کيږي چې د دغه هیواد او امریکا ترمنځ تشنج ډیر زیات شوی او امریکا خپل اضافي عسکر او الوتکې لیږدونکي سمندري بیرۍ هم په سیمه کې ځای پرځای کړي دي.

ایران په جون میاشت کې یوه امریکایي ډرون الوتکه  راغورځولې وه. ایران ادعا کړې وه چې دغه بې پيلوټه الوتکه د ایران فضایي قلمرو ته ننوتلې وه، خو امریکا بیا ویلي وو چې ياده الوتکه په بین المللي فضایي حدودو کې په نخښه شوې ده.

روحاني: له امریکا سره مذاکرات هیڅ ګټه نه لري

د ایران ولسمشر حسن روحاني د توغندیو د دغه دفاعي سیستم د پرانیستنې په مراسمو کې له امریکا سره د روان کړکیچ په هکله وویل: «خبرې بې فایدې دي...اوس چې زموږ دښمن منطق نه مني، نو موږ له منطق سره ځواب نه شو ورکولی.»

حسن روحاني زیاته کړه: «کله چې دښمن پر موږ توغندي فیر کوي. موږ ورته نه شو ویلی چې „ښاغلی راکیټه" زموږ هیواد او بې ګناه خلک مه په نخښه کوه. توغندی توغونکی ښاغلیه، آیا ته به مهرباني وکړې او کومې داسې تکمې ته به فشار ورکړې چې دغه توغندی په اتوماتیک ډول په فضاء کې ختم کړي.»

ایران له ۱۹۹۲م کال راهيسي خپل د وسلو جوړولو په صنعت کې ډير پرمختګ کړی دی او په هیواد کې دننه یي سپکې او درنې وسلې جوړې کړي دي. په دغو وسلو کې له ترپيدو او د لیري واټن ویشتونکو توغندیو څخه نیولی بیا تر ډرون او اوبتلونو پورې هر ډول وسلې شاملې دي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ ن.ز