1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: بحرين د اسرائيلو په «جرايمو» کي شريک سو

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

د بحرين له خوا د اسرائيل سره د خپلو اړيکو د عادي کولو پر فيصلې ايران سخت تنقيد کړی او بحرين يې د اسرائيلي «جرمونو» شريک بلل دی.

https://p.dw.com/p/3iNS4
Kombolbild Benjamin Netanyahu und König Hamad bin Isa Al Khalifa
حماد بن عيسی الخليفه او بنيامين نتنياهوانځور: Getty Images/AFP/R. Zvulun/F. Nureldine

عربي هيواد بحرين د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چي غواړي د اسرائيل هيواد سره خپلي اړيکي عادي حالت ته راولي. د بحرين دغه فيصله په منځني ختيځ کي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر دونلد ترمپ او د هغه د ادارې د هلو ځلو پايله بلله کيږي. د امريکا متحده ايالات غواړي چي په دغه سيمه کي د خپلو سفارتي هڅو په پايله کي د ايران ضد تحفظات لرونکو دولتونو تر منځ همکاري زياته کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر د سپتمبر د ۱۱مې د ۱۹مې ياد ورځي په مناسبت په خپله وينا کي د بحرين او اسرائيل تر منځ د اړيکو د عادی کېدلو اعلان وکړ. نوموړي مخکي تر دغې وينا د بحرين د شاه حماد بن عيسی الخليفه او د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره پر تليفون خبري کړي وې. درو واړو مشرانو يو لنډ مشترک پيغام هم خپور کړ چي پکښي د بحرين او اسرائيل تر منځ د اړيکو د عادي حالت ته راګرځولو د فيصلې خبر ورکول سوی ؤ. 

بحرين دويم عربي هيواد دی چي په تيرو دوو مياشتو کي د اسرائيل سره د خپلو اړيکو د عادي کولو اعلان کوي. دغه اعلان په واشنګټن کي د راتلونکې اونۍ له پاره پلان سوي هغې غونډي څخه کيږي چي پکښي اسرائيل او متحده عربي ايالات به د خپلمنځيو اړيکو د عادي‌ کېدو تړون لاسليک کړي. په دغه غونډه کي به د بحرين د باندنيو چارو وزير هم ګډون وکړي او هغه به د نتنيايو سره بېل تړون لاسليک کړي.

د ايران غبرګون

د ترمپ له لوري د بحرين او اسرائيل تر منځ د اړيکو د عادي کېدو د اعلان په وړاندي تهران غبرګون ښودلی او ويلي یې دي چي بحرين اوس د اسرائيل په «جرمونو کي برخه وال» سو.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي «د بحرين حکمرانان به له دې وروسته د هغه صيهوني دولت د جرمونو برخه وال وي، چي په سيمه او اسلامي نړۍ کي د امن او سولې له پاره لوی دايمي ګواښ دی.»

د يادولو وړ ده چي د اسرائيل او متحده عرب اماراتو تر منځ د تاريخي تړون د اعلان وروسته د اسرائيل د استخباراتو وزير ايلي کوهن ويلي ول چي ښايي اسرائيل د نورو خليجي هیوادونو او په افريقا کي د اسلامي هيوادونو سره هم تړونونه لاسليک کړي.

 

آژانسونه/ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (31.01.2020):