1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران افغانستان، پاکستان او عراق ته د بريښنا صادرات پيل کړل

۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د ايران د بريښنا د توليد، توزيع او انتقال د شرکت وياند ويلي چې گاونډي هيوادونو ته د بريښنا صادرات سياسي اهميت لري. همدا راز ویل شوي چې د ايران اسلامي جمهوريت به عراق او نورو گاونډيو هيوادونو ته د بريښنا صادرات زيات کړي.

https://p.dw.com/p/33TAi
Iran Armut Leben in Slums Stromversorgung
انځور: ISNA

د رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د (اگست مياشتې ۲۱ نيټه)  په يوه رپوټ کې له ايران څخه عراق او نورو گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د نويو صادراتو د پيل خبر ورکړ.

د رپوټ په حواله د بريښنا دا صادرات لس ورځې تر مخه پېل شوي دي. همدې خبري آژانس ويلي چې ایران گاونډيو هيوادونو ته د بریښنا د خپلو صادراتو د زياتولو تصميم لري.

د رويترز خبري آژانس د ايران د بريښنا د توليد، توزيع او انتقال د «توانیر» په نوم شرکت د وياند محمد رضا حقيفام، له قوله ويلي چې ايران په اوسنيو شرایطو کې هره ورځ عراق، پاکستان او افغانستان ته د ۲۰۰ تر ۲۵۰ مېگاواتو تر منځ بريښنا صادروي.

د بريښنا د صادرولو سياسي گټې

تسنيم خبري آژانس د توانیر د شرکت د وياند په حواله گاونډيو هيوادونو ته د برېښنا د صادراتو له گټو څخه خبره کړې ده.

له ايران څخه عراق، افغانستان او پاکستان ته د برق صادرات په داخلي شبکو کې د برېښنا د کمښت له کبله او د بريښنا د پرله پسې سپما له کبله بند شوي ول.  د توانیر وياند اوس په داخل کې د بريښنا رسولو د ستونزې له حلیدو څخه خبره وکړه.

حقيفام وويل چې گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا ورکړه پر اقتصادي گټو سربيره د ايران د اسلامي جمهوريت له پاره سياسي منافع هم له ځان سره لري.  خو نوموړي گاونډيو هیوادونو ته د بريښنا د ورکړې د سياسي گټو په اړه خبريالانو ته توضيحات ور نه کړل.

خو نوموړی په داسې حال کې همسايه هيوادونو ته د بريښنا د صادراتو د زياتولو خبره کوي چې د هیواد په شمالي سيمو کې لا د بريښنا وارداتو ته اړتيا ده. حقيفام وويل چې ایران به په اوسنیوو شرائطو کې د برېښنا واردات قطع نه کړي.

DW(B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: