1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا په افغانستان کي د امريکا اډې خوندي دي؟

۱۳۹۱ مهر ۴, سه‌شنبه

یو شمېر ایراني دولتي رسنیو لکه ایرنا او ایسنا داسي راپورونه خپاره کړي دي چي وايي، که اسرائیل پر تهران پوځي فشار راوړي دغه هيواد به په افغانستان کي د امریکايي او د ناټو ځواکونو اډې په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/16Dae
انځور: AP

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري پرون (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۲۴) په تهران کي خبریالانو ته ويلي دي، چي پر ایران د حملې په صورت کي به په سیمه کي جګړه پيل شي.

هغه ويلي دي چي په کويټ، بحرین، سعودي عربستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو کي به د امریکا پوځي اډې هم د ایران د توغنديو هدف وگرځي.

دمګړۍ د امریکا تر ټولو لويي پوځي قرارگاوي په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې جوړې شوې دي چې له ایران سره په نزدې واټن کي پرتې دي.

ایراني رسنیو ویلي دي، چي که امریکا او اسرائیل پر ایران باندي د احتمالي یرغل پلان ولري نو هغه اور چي په سیمه کي لګیږي په خپله تیري کوونکي ملکونه به ئې پیلونکي وي.

خو ایا ایران دا وړتیا لري، چي د داسي یوې لانجې د رامنځته کیدو پر وخت په افغانستان کي خارجي پوځي قرارګاوي په توغنديو په نخښه کړي؟

دا په داسې حال کې ده چې کابل او تهران د یوه ستراتيژیک قرار داد د لاسلیکولو پر سر خبري کوي او د کابل حکومت په تیره یوه لسیزه کي له تهران سره د نزدې والي له پاره ډیري هڅي او قربانۍ ورکړي دي.

د سیاسي چارو مبصر فضل الرحمان اوریا وایي: «زموږ په هیواد کې له دیرشو کلونو راهیسي د ګاونډیانو مداخله روانه ده، په اوسنیو شرایطو کي ناشونې ده چې زموږ ګاونډیان دي په افغانستان کي د ناټو او امریکايي څواکونو پر پوځي قرارګاوو باندې یرغل وکړي. ځکه افغانستان اوس په بل موقف کي دئ او دا کار په قطعي توګه ناشونی دئ.»

د افغانستان د حق او عدالت ګوند غړی عباس نویان وايي، چي که چیري ایران له غرب سره د پوځي لانجې د رامنځته کیدو غچ په افغانستان کې له دغو ځواکونو څخه واخلي، نو دا به یوازي په افغانستان کي نه بلکي په ټوله سیمه کي کړکېچ رامنځته کړي. ښاغلی نویان زیاتوي چې ایران باید هیڅ کله په داسي یوه اقدام باندې لاس پورې نه کړي چي له ګاونډیانو سره ئې اړیکي زیانمنوي:

«هر ډول جګړه چي په سيمه کي رامنځته شي، هغه که د ایران له لوري وي که د امریکا نه يوازي دا چي په افغانستان کي به لانجې رامنځته کړي، بلکي په ټوله سیمه کې به بحران وزیږوي او د هیڅ یوه هیواد په خیر به نه وي.»

د ایران حکومت په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو ستري اډې خپل امنیت ته لوی ګواښ بولي. خو هغه څه چي افغان دولت ئې ایران ته د ډاډ په توګه وړاندي کوي، هغه دا دي چې د افغانستان خاوره به هیڅکله هم د امریکا او نورو متحدو ځواکونو له لوري د ګاونډیانو پر ضد و نه کارول شي.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل