1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا په افغانستان کي به د کوکنارو کرهڼه لا زياته سي؟

۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعه

بې وزلي او بې روزګاري په افغانستان کي لا زيات انسانان د کوکنارو کرهڼي ته ټېل وهي. د کارپوهانو په نظر نوي واکمنان ورباندي بنديز لګول نه غواړي او نه يې هم لګولای سي.

https://p.dw.com/p/445P4
Afghanistan | Opium-Anbau in der Jalalabad Provinz
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

په سيمه او افغانستان کي د طبي بوټي په توگه د کوکنارو کرهڼه اوږد شاليد لري. د کوکنارو له بوټو څخه تر لاسه سوی شودو ته ورته عرق چي کله وچ سي نو ورڅخه خام اپيم يا خام ترياک جوړيږي. دغه مواد په طب کي د سختو دردونو ضد کارېدلی او نن هم په درملو کي کارول کيږي. خو تارياک نن په زياته د درنو مخدره توکو لکه هيروين د جوړولو له پاره استعماليږي.

د مخدره توکو او جنايتونو پر ضد د مبارزې له پاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) اټکل کوي چي سږ کال تر جولای مياشتي پوري په افغانستان کي ۶۸۰۰ ټنه اپيم توليد سوي چي دا د تېر ۲۰۲۰ عيسوي کال په پرتله په توليد کي د ۸ فيصدو زياتوالی دی.

د ملګرو ملتونو د يادي ادارې د محاسبې له مخي به په افغانستان کي د ۱،۸ او ۲،۷ ملياردو ډالرو تر منځ تارياک توليد سي، چي دا د دغه هيواد د کلني اقتصادي ځواک لسمه برخه ده.

د ملګرو ملتونو د يادي ادارې په راپور کي راغلي دي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتي راهيسي اقتصادي ناډاډمنتيا د دې لامل سوې چي د تارياکو قيمتونه په اګست او سپتمبر میاشته کي جګ سي. د قيمتونو دغه جګېدنه ښايي د تارياکو کرهڼې ته زيات کسان جلب کړي.» په نړۍ کي د تارياکو د توليد تقريبا ۹۰ سلنه په افغانستان کي کيږي.

د آمدن ډاډمنه وسيله

د افغانستان د پوځ يو پخواني افسر د آلمان ږغ سره په يوه تليفوني مرکه کي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي اټکل کوي «په افغانستان کي به د تارياکو توليد لا نور هم زيات سي، ځکه چي د بزګرانو او بې روزګارانو له پاره چي له ښارونو څخه خپلو کليو ته ستنيږي، دا د ګټې ډاډمنه وسيله ده.» دغه کس پخوا د مخدره توکو ضد افغان ځانګړي ځواک غړی ؤ چي مقصد يې د مخدره توکو ضد مبارزه وه.

د مخدره توکو ضد د افغان پوځ پخوانی افسر دا مني چي «تر مخه هم موږ هر څه تر کنټرول لاندي نه لرل.» د هغه په وينا په زياته په کليوالو سيمو کي چيري چي طالبان قوي ول، هغوی د تارياک کرونکو بزګرانو دفاع کوله. پر واک د طالبانو تر راتلو پوري د افغانستان په پوځ کي شامل دغه کس وايي چي که طالبان وغواړي نو کولای سي چي د تارياکو توليد ډېر راټيټ کړي، ځکه چي هغوی يو وخت دا کار کړی ؤ.

هغه زياتوي: «د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ د طالبانو په لومړۍ واکمني کي هغوی تر زياتي اندازې د تارياکو توليد بند کړ چي په ۲۰۰۱ کال دغه توليد و ۱۸۵ ټنه ته راټيټ سو.» د هغه په وينا خو کله چي د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسېده نو د تارياکو کرهڼه بېرته يو دم زښته زياته سوه.

دمګړی د افغانستان نوي واکمنان وايي چي غواړي په دغه هيواد کي د مخدره توکو د توليد او قاچاق پر ضد مبارزه وکړي. هغوی په اګست کي و واک ته تر رسېدو وروسته وويل چي د تاريکا توليد به «صفر ته» راټيټ کړي. خو په ۹۰يمو کالونو کي هغوی د تارياکو پر کرهڼه د ممانعت لګولو وروسته د بزګرانو د سخت تنقيد سره مخامخ سوي ول.

د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په وينا کله چي طالبان د خپل رژيم د پرځول کېدو وروسته جګړه پېل کړه، نو هغوی د تارياکو کرهڼې او قاچاق ته هم لاس واچاوه او تر ۶۰ سلنې پوري يې له دغي لاري خپل مصارف برابرول.

لوېديځ د مخدره توکو ضد کافي هلي ځلي ونکړې

د افغانستان په تړاو د تحليګرانو له شبکې څخه توماس روټيګ وايي چي په تيرو کالونو کي په هيڅ صورت هم طالبان د مخدره توکو د اقتصاد يوازني تمويل کوونکي نه ول.

روټيګ وايي: «مخکنی حکومت په کليوالو سيمو کي د کنټرول لرلو له پاره د طالبانو سره په سيالي کي ؤ او د دغه حکومت زيات کسان په مستقيمه توګه پخپله د مخدره توکو په قاچاق کي ښکېل ول.» د افغانستان د چارو دغه کارپوه وايي چي «لوېديځې قواوي د زياتو جنګسالارانو، قومندانانو او حکومتي کارمندانو ټلوالي ول، او حتی په هکله يې خبر ول چي د مخدره توکو په قاچاق کي لاس لري، خو په ډيرو کمو استثنايي مواردو کي يې د دې ضد عمل وکړ.»

دغه کارپوه زياتوي چي د طالبانو اوسنۍ ادعا چي غواړي د تارياکو توليد صفر ته راټيټ کړي، نبايد چي څوک جدي ونيسي. هغه زياته وي: «دوی نه غواړي او نسي کولای چي دا ډول يو ممانعت عملي کړي، ځکه چي له دا ډول ممانعت له کبله به هغوی په کليوالو سيمو کي خپل پلويان له لاسه ورکړي.»

شبنم فون هاين/ا.ا./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(18.03.2014):