ايا غواړئ خپل وزن زيات کړئ؟
ايا تاسو غواړئ چي بې له دې چي روغتيا ته مو ګواښ پېښ سي خپل وزن زيات کړئ؟ که ستاسو جواب هو دی، نو بیا دغه ۸ خوراکي توکي وخورئ چي هم مو وزن زيات سي او هم مو روغتيا ډاډمنه وي:
آووکادو
آووکادو ميوه هم انسېټرډ (غيراشباع) غوړزګي لري او هم پروټين. دا دواړه اجزا د وزن په ډېرولو کي مرسته کوي. څوک کولای سي چي هره ورځ د دغه ميوې ۱۰۰ ګرامه وخوري چي۱۶۰ کالورياني لري. [يادونه: دغه انځوريز راپور د غذا د متخصص د مشورې ځای نه سي نيولای. په زیاته بيا هغه کسان چي د شکري يا ورته ناروغي لري، بايد يو ښه ډاکټر ته رجوع وکړي. يو بالغ انسان اوسطا ۲۵۰۰ کالوريانو ته په ورځ کي اړتيا لري]
کيلې
يوه کيله تقريبا۱۲۰ کالورياني لري. دغه ميوه پوټاشيم هم لري او د بدن د قوت مدافعيت زياتوي.
وچي مېوې
وچي مېوې لکه کاجو، بادام، جوز او داسي نور په ۱۰۰ ګرامو کي تقريبا د۵۰۰ او ۶۰۰ تر منځ کالورياني بدن ته ورکوي. د روغتيا له پاره دا ښه ده چي په ورځ کي يو مقدار وچه ميوه هم وخوړله سي.
داليات
لوبيا، دال، نخود او داسي نور په سلو گرامو کي تر۲۳۰ پوري کالورياني لري. دغه غذا د غوښو او چرګ په پرتله زيات پروټين هم لري.
کمه غوړزګي لرونکې مستې
لږ غوړزګي لرونکي مستې تر آيسکريم يا شيريخ څو چنده روغتيا ته ښه دي. په مستو کي پروټين، کېلشيم او په هرو سلو ګرامو کي تقريبا ۱۰۰ کالورياني وي. څوک کولای سي چي په مستو کي ميوه هم شامله کړي.
پنير
د پنير په هرو ۱۰۰ ګرامو کي تقريبا ۴۰۰ کالورياني وي. له شودو جوړ سوي دغه خوراک کېلشيم او پروټين هم لري.
کوچ
که کوچ په اندازه وخوړل سي نو روغتيا ته ګټه لري. سل ګرامه کوچي تقريبا ۷۱۷ کالورياني لري.
شات
په شاتو کي زيات مقدار انټي آکسيډنټس موجود وي. دا د بورې طبي منبع وي.۱۰۰ ګرامه عسل تقريباً ۳۰۰ کالورياني لري.