اویایم برلیناله: څوک د طلایي خرس یا اېيږې د جایزې ګټونکی شو؟
ایراني فلم جوړونکي محمد رسول اف د آلمان د مشهور فلمي فیستیوال برلیناله تر ټولو معتبره جایزه ترلاسه کړه. د هغه فلم There Is No Evil (دلته شیطان نه شته) تر ټولو ښه فلم ونومول شو. د دې فیستیوال نورې جایزې چا ترلاسه کړې؟
«شیطان وجود ندارد» تر ټولو ښه فلم
د ایراني فلم جوړونکي محمد رسول اف، فلم «شیطان وجود ندارد» یا شیطان شتون نه لري، له ۱۷ نورو فلمونو څخه په مخکې کیدو د برلیناله تر ټولو معتبره جایز «طلایي خرس» ترلاسه کړ. دا د څلورو لنډو فلمونو مجموعه ده چې موضوع یې د یوه واحد کس آزادي او د اعدام سزا کیسه ده. د ایران انقلابي محکمې د رسول اف پر فلم جوړونې باندې بندیز هم لګولی وو. د هغه پاسپورت ضبط او په زندان کې هم اچول شوی دی.
د ګرینډ جیوري جایزه
د ایلیزا هټمین فلم Never Rarely Sometimes Always ته د برلیناله دویمه لویه د سپينو زرو خرس جایزه ورکړل شوه. په دې فلم کې د امریکا د پنسسلوانیا ایالت د دوو هغو نجونو کيسه بيان شوې چې لا قانوني عمر ته نه دي رسیدلي او د سقط جنین له پاره نیویارک ته سفر کوي. د دې فلم د یوې هنرمندې سدني فلنجین انځور.
بهترين پروډوسر
د سویلي کوریا د The Woman Who Ran فلم تولیدونکي هونګ سانګسو د تر ټولو ښه پروډوسر جایزه ترلاسه کړ.
د فلم د بهترينې لوبغاړې جایزه
۲۵ کلنې فلمي لوبغاړې پاولا بیئر ته په Undine یا «آبي روح» فلم کې د ښې کارکردګۍ یا رول لوبولو له امله د برلیناله د بهترينې فلمي لوبغاړۍ جایزه ورکړل شوه.
ایلیو جرمانو ته د ښه ممثل جایزه
ایټالوي ممثل ایلیو جرمانو د برلیناله په اویایم فیستیوال کې د بهترين ممثل جایزه ترلاسه کړه. نوموړي په Hidden Away فلم کې د شلمې پيړۍ د مشهور ایټالوي نقاش انتونیو لیګابو رول لوبولی دی.
د بهترينو صحنو لیکل
د روم د اطرافي سیمو د پيښو په اړه جوړ فلم Bad Tales یا «خرابې کیسې» داستان دوو ورونو فابیو او دامیانو ډي اینوسینزو لیکلې دی. ستونزمنې پيښې د سنیما د پردې پر مخ په مناسب انداز کې د وړاندې کولو له پاره د فلم د صحنو لیکونکو ته د بهترین سکرین پلی جایزه ورکړل شوه.
فلم اخیستونکي ژورګن ژورګس د ښه فلمبردارۍ جایزه ترلاسه کړه
آلماني کمره مین یا فلم اخیستونکي ژورګن ژورګس په څو فلمونو کې خپل د فلمبردارۍ د هنر جوهر ښودلی دی. څو داسې فلمونه دي چې په هغو کې د ده عکاسي یا فلمبردارۍ ته د شاهکار درجه ورکړل شوې ده. د ژورګس د دې خدماتو له امله ورته د برلیناله په فیستیوال کې د سپينو زرو خرس یا ایږې جایزه ورکړل شوه.
د برلیناله د اویایم فیستیوال ځانګړې جایزه
په برلیناله کې څو مشهور فلمونه سیالۍ ته وړاندې شوي وو. په دغو فلمونو کې د فرانسوي پروډوسر بینوا دیلفین کیرویر فلم «ډیلیټ هیسټري» یا تاریخ ختم کړئ ته ځانګړۍ جایزه ورکړل شوه. په دې فلم کې د اوسني ډیجیټل عصر پيچلتیاوې او نیمګړتیاوې ښودل شوي دي.
د بهترین مستند فلم جایزه
د کمبودیایي پروډوسرې ریتي پانه تولیدي مستند فلم Irradiated کې د شلمې پیړۍ جنګي پيښې د یو کولاژ په شکل کې په یوه ځانګړي انداز سره وړاندې شوي دي چې د برلیناله په فیستیوال کې یې د بهترين مستند فلم جایزه ترلاسه کړه.