1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین: د اوربند پخاطر ډیپلوماتیک کوښښونه ضروري دي

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

د جرمني د پروتستانت کلیسا مشرې، انیته کورشوس د اوکراین دپاره د اوربند د رامنځته کیدو پر خپلي غوښتني باندي ټینگار وکړ.

https://p.dw.com/p/4J7pu
Landessynode der Evangelischen Kirche von Westfalen, Annette Kurschus
انځور: David Inderlied/picture alliance/dpa

هغې نن یکشنبه په ماگدیبورگ کي د خپلي کلیسا د رپوت د معرفي کولو پر وخت وویل، چي دا د اوکراینیانو په مقابل کي نه «بې احساسه او نه هم بې تفاوته» ده. هغې اضافه کړه،« خبره زما دپاره دا نده، چي د اوکراین څخه دیوې معاملې او حتی تسلیمۍ غوښتنه وسي. دا عملأ بې معنی او ساده لوحانه ده». خو په مختلفو سطحو کي د مذاکراتو مخته بیول نباید ناممکنه واوسیږي. په خبره یې دا همدا اوس هم گمان کوي، چي دغه ډول خبري جریان لري.