1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پولند د ټانکونو د انتقال په لانجه کې پر آلمان فشار ډېر کړی

۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

پولند غواړي له اوکراين سره د ليوپارد ټانکونو مرسته وکړي. خو دا څه د آلمان اجازې ته اړتيا لري. د دفاع وزير پيستوريوس د دغه ټانکونو د انتقال په اړه د ژر پريکړې ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4Mdqt
ليوپارد ټانکونه د آلمان جوړ دي چې له همدې کبله یې اوکراين ته د انتقال له پاره د آلمان موافقې ته اړتيا ده.
ليوپارد ټانکونه د آلمان جوړ دي چې له همدې کبله یې اوکراين ته د انتقال له پاره د آلمان موافقې ته اړتيا ده.انځور: STR/NurPhoto/picture alliance

پولند اوکراين ته ليوپارد ټانکونو د ورکولو له پاره د آلمان حکومت ته رسمي غوښتنليک وړاندې کړی دی. د پولند د دفاع وزير ماريوش بلاشچک دا خبر د تويتر له لارې خپور کړی دی. هغه ليکلي ول چې پولند غواړي په دې توګه د اوکراين ملاتړ وکړي.

بلاشچک په دې ترڅ کې پر برلين غږ وکړ چې «د هغو هېوادونو له ائتلاف سره يو ځای شي چې له اوکراين سره د ليوپارد ۲ ټانکونو مرسته کول غواړي.»

زيلنسکي: د جنګي ټانکو د ورکړي په اړه دي ژر پريکړه وشي

د پولند ليوپارد ټانکونه د آلمان جوړ دي چې له همدې کبله یې اوکراين ته د انتقال له پاره د آلمان موافقې ته اړتيا ده.

پیستوريوس: تصميم به «ژر» ونیول شي

د آلمان د دفاع وزير بورس پيستوريوس اوکراين ته د ليوپارد ټانکونو د ورکړې په تړاو د آلمان د حکومت د يوه چټکې پريکړې په تمه دی. نوموړي په برلين کې د ناټو له عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ سره تر ملاقات وروسته وويل: «زه پر دې حساب کوم چې په دې اړه پريکړه ژر وشي.»

ستولتنبیرګ د ټانکونو د ورکړې د لانجې په ترڅ کې د آلمان دفاع وکړه. نوموړي وويل چې د اوکراين له متحدينو څخه آلمان له کيف سره «په پراخه کچه پوځي، مالي او بشري مرستې» کوي. نوموړي زياته کړه: «د آلمان وسلې ورځ تر بلې په اوکراين کې د خلکو ژوند ژغوري.«

د پولند لومړی وزير ماتیوڅ موراويکی
د پولند لومړی وزير ماتیوڅ موراويکیانځور: Nicolas Landemard/Le Pictorium/MAXPPP/picture alliance

ستولتنبيرګ په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ليوپارد ټانکونو د انتقال په قضيه کې هم موږ «په دې ډاډه يو چې ژر به يو حل ولرو.»

آیا د برلین موافقه اړينه ده؟

د پولند لومړي وزير موراويکي وويل چې که حکومت یې د برلین له خوا اوکراين ته د ټانکونو اجازه ترلاسه هم نه کړي نو دوی به د «يوه کوچني ائتلاف» په چوکاټ کې عمل وکړي.

نوموړي زياته کړې: «کله چې آلمانان د دې ائتلاف برخه ونه ګرځي، نو موږ به له نورو [ائتلافي ملګرو] سره په ګډه اوکراين ته ليوپارد ټانکونه واستوو.«

روسيه یې بايد وبایلي

پولند پر اوکراين د روسیې بريدونو ته خپل امنيت ته د یوه جدي ګواښ په سترګه ګوري. د اوکراين ماته به د پوتين سلطنت د پولند تر پولو ورسوي چې دا د پولند له نظره يو بد خوب دی.

د پولند حکومت له همدې کبله هڅه کوي چې د جګړې د هدف په توګه مسکو تر وورستي حده کمروزې کړي. «اوکراين بايد بريالی شي او روسیې یې بايد وبایلي» دا د پولند شعار دی هغه څه چې په آلمان کې د ځينو سياستوالو په شونډو ډېر په سخته راځي.

لاتويا، استونیا او لیتوانيا له آلمانه غوښتي چې اوکراین ته ټانکونه ورکړي

برلين ته د سفر پر وخت د پولند لومړي وزير خبرداری ورکړی وو: «د اوکراين شکست د درېمې نړيوالې جګړې استازي ګرځيدلی شي.»

«دوامدار بريدونه»

په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي ويلي دي چې «دښمن هره دقيقه بريدونه او ډزې کوي.» نوموړي زياته کړې چې د دونباس او جنوب د نیولو له پاره نښتې روانې دي: «موږ وينو چې روسیه څرنګه د خپلو عسکرو شمير زياتوي خو موږ پوهیږو چې په مقابل کې یې څرنګه غبرګون بايد وښيو.»

د تېرو يولسو میاشتو جګړې ته په کتو سره زيلنسکي «د روسیې د يوې هر اړخیزې ښکاري جګړې» څخه خبره وکړه. نوموړي وويل چې د اوکراين په هغو سيمو کې چې د روسیې ځواکونو له خوا په موقتي ډول نيول شوې وې، چور او چپاول شوی دی. هغه وويل: «هرهغه څه چې دوی یې نه شي ويجاړولای، هغه غلا کوي او روسیې ته يې وړي.»

زيلنسکي وویل چې دوه میليونه اوکراينيان هم روسیې ته انتقال شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, epd, KNA, Reuters) 

زموږ له آرشيف څخه: