1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق ناآراميو اوکراين ته د مايک پومپئو سفر وځنډاوه

۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبه

مايک پومپئو، په بغداد کې د امريکا پر سفارت د حملو له وجې اوکراين او څو نورو هيوادونو ته خپل سفرونه ځنډولي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د پمپئو او د اوکراين د ولسمشر کتنه به په نژدې راتلونکې کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3VaVH
US-Außenminister Mike Pompeo zu politischen Gesprächen in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په عراق کې د ناآراميو په ډيريدو او په بغداد کې د امريکا متحده ايالاتو پر سفارت باندې د شيعه ايران پلوه ډلې تر حملو وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپئو خپل څو بهرنيو سفرونه چې په پام کې وو روانه اوونۍ ترسره شوي وای، وځنډول.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګين اورتګاس پرون چهارشنبه د (۲۰۲۰م کال د جنورۍ لومړۍ نيټه) په يوه اعلاميه کې وويل چې مايک پمپئو د جمعې په ورځ اوکراين ته سفر نه کوي او په عراق کې د وروستيو پيښو د څارنې له پاره په واشنګتن کې پاتې کيږي.

د شنبې په ورځ د ايران پلوه «کتائب حزب الله» ډلې پلويانو په بغداد کې د امريکا پر سفارت باندې حمله وکړه چې د امنيتي ځواکونو او د سفارت د ساتونکو تر مداخلې وروسته شاتگ ته اړ شول. 

د رپوټونو مطابق، د چهارشنبې ورځې تر غرمې وروسته د کتائب حزب الله ډلې نژدې ټول ځواکونه او پلويان د امريکا د سفارت له شاوخوا سيمې څخه ووتل. خو له دې سره سره، د سفارت شاوخوا تر شديدو امنيتي تدابيرو لاندې نیول شوې. له همدې امله، د امريکا د بهرنيو چارو وزير د عراق وضعيت ته د رسيدګۍ په موخه خپل بهرني سفرونه لغوه کړي دي.

په سوريه او عراق کې د امريکا حملې

امريکا متحده ايالاتو د يکشنبې په ورځ په عراق او سوريه کې د کتائب حزب الله ډلې پر هستوګنځايونو باندې حملې وکړې چې په ترڅ کې يې د دغې ډلې د ۴ مشرانو په ګډون ۲۵ غړي وژل شول او څه باندې ۵۵ تنه نور يې ټپيان شول. امريکا دغه حملې د عراق په کرکوک ښار کې د امريکايي ځواکونو پر مرکز باندې د وروستيو توغندويزو بريدونو په ځواب کې وکړې.

Proteste bei der US-Botschaft in Baghdad
په بغداد کې د امريکا متحده ايالاتو پر سفارت باندې د اعتراضونو يوه صحنهانځور: Reuters/T. al-Sudani

د پلان شوو پروګرامونو له مخې، په پام کې وو چې پمپئو سبا جمعه اوکراين ته سفر وکړي او د دغه هيواد د ولسمشر ولاديمير زیلنسکي او نورو چارواکو سره وګوري. که چيرته دغه سفر تر سره شوی وی، نو دا به د امريکا متحده ايالاتو او اوکراين تر منځ د ترينګلتياو تر ډيريدو وروسته، کيف ته د يو لوړپوړي امريکايي چارواکي لومړنی سفر وو. د امريکا متحده ايالاتو پر ولسمشر، دونالد ترمپ باندې تور دی چې خپل اوکرايني سيال زیلينسکي ېې د جوبايډن په اړه تحقيقاتو په تړاو تر فشار لاندې راوستلی دی. دغه مسئله د امريکا د استازو په مجلس کې د ترمپ د استېضاح په اړه پر راې ورکونې باندې منجر شوه. جو بايدن د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ترمپ احتمالي رقيب ګڼل کيږي.

د امريکا د خارجه وزارت د وياندې په خبره، په پام کې وو چې مايک پومپئو له کيف څخه تر کتنې وروسته، قزاقستان، ازبکستان، سپينه روسيه او قبرس هيوادونو ته سفر وکړي چې دغه سفرونه هم تر نژدې راتلونکې پورې ځنډول شوي دي.

«ايران د پيښو مسئول دی»

د رپوټونو پر اساس مايک پومپئو د عراق د مستعفي لومړي وزير عادل عبدالمهدي چې اوس د عراق سرپرست صدراعظم دی پر ټيلفون خبرې کړي دي. پومپئو په دغې ټيلفوني اړيکه کې په بغداد کې د امريکا پر سفارت باندې حمله په شديده توګه غندلې او هغه يې د «ايران په ملاتړ يو تروریستي اقدام» بللې دی.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هم ايران په بغداد کې د امريکا پر سفارت د اعتراض کونکو د حملې مسئول ګڼلی دی. هغه خبرداری وکړ چې دغې حملې ته به په پوره ځواک ځواب ورکوي. ايران بيا د امريکا دغه تورونه رد کړي دي. ايران تر دې وړاندې په دې اړه ويلي وو چې دا د امريکا د اسنادو پرته يوه ادعا ده.

د امريکا له خوا د کتائب حزب الله پر پټنځايونو تر حملو يوه ورځ وروسته د ايران سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې دا يو «يرغلګر او جنايتکارانه اقدام» بللی وو او ټينګار يې کړی وو چې د حشد الشعبې مليشه ډله د امريکا د حملو د «غچ اخيستلو او ځواب ورکولو» مسلم حق لري.

حشد الشعبي د ايران پلوه عراقي مليشه يې ډلو څخه يوه ده. کتائب حزب الله هم د حشد الشعبي يوه برخه ده.