1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

ناروي کي د همجنسبازانو پر بار بريد کي دوه کسان ووژل شول

۱۴۰۱ تیر ۴, شنبه

د ناروې پولیس وايي د شنبې په ورځ وختي په پلازمینه اوسلو کې دوه کسان په ډزو وژل شوي او له لسو ډير نور ټپیان دي. پيښه د همجنسبازانو په یوه بار کې داسې وخت شوې چې د اوسلو ښار د همجنسبازانو کلني پریت ته چمتووالی نيولی دی.

https://p.dw.com/p/4DEJs
Norwegen Oslo | Tote nach Schüssen in Nachtclub
انځور: JAVAD PARSA/NTB/REUTERS

اسوشتيد پریس له اوسلو څخه د عيني شاهدانو او ځايي رسنيو په حواله ليکي چې د ډزو دغه پيښه له پلازمينې اوسلو ښار څخه بهر د يو ښارګوټي په یوه بار کې رامنځ ته شوې ده کوم چې د LGBTQ افرادو په منځ کې شهرت لري.

د پولیسو ویاند، تور برستاد وويل چې د پيښې په تړاو يو مشکوک کس نیول شوی او پولیس په دې باور دي چې په دغه پيښه کې نور کسان دخيل نه دي.

برستاد زیاته کړه چې په سملاسي توګه د ډزو انګیزه معلومه نه ده او دا هم روښانه نه ده چې آيا دغه ډزې د همجنسبازانو د کلني پريټ سره چې په پام کې وو د شنبې په ورځ په اوسلو ښار کې تر سره شي، کوم تړاو لري او که نه.

د پوليسو ویاند خبریالانو ته وويل: «پولیس د وياړ جشن له تنظيمونکو سره په اړيکه کې دي حتي نن شنبه هم. دا چې پولیس د جشن د امنیت له پاره باید کوم اقدامات ترسره او آیا دغه پيښه له جشن سره کوم تړاو لري او که نه په ټوله کې يوه دوامداره ارزونه موجوده وي.»

برستاد وويل چې ۱۴ کسان تر درملنې لاندې نيول شوي چې د هغو له ډلې اته تنه ېې په روغتون کې بستر شوي دي.

یو عیني شاهد د سترګو لیدلی حال وايي 

د اولاو روينبرګ په نوم يوه نارويجي خبريال چې د ان آر کې شبکې له پاره کار کوي وويل چې هغه د ډزو شيبه په خپلو سترګو ليدلې ده.

روينبرګ ان آر کې وويل: «ما یو سړی ولید چې له يوې بستې سره سیمې ته راغی او ټوپک ېې راوښکه. هغه زیاته کړه: «په لومړۍ سر کې مې فکر وکړ چې دا هوايي ډزې دي. کله چې د بار د دوهمې دروازې ښېښه راتوېې شوه، پر وضعیت پوه شوم او اړ شوم چې د ځان خوندي کولو په خاطر وتښتم.»

نارويجي رسنیو ويلي دي چې دغه ډزې د لندن پب په نوم د همجنس بازان تر ټولو مشهور بار کې شوي دي. لندن پب بار په ۱۹۷۹ کال کې تاسیس شوی چې له هغه راهيسې خپل ځان په اوسلو ښار کې د همجنس بازانو تر ټولو مشهور بار ارزوي.

Norwegen Oslo | Tote nach Schüssen in Nachtclub
په اوسلو کې د جون ۲۵مې پيښه کې ۲ کسان شوي او له لسو ډير ټپيان دي پولیس وايي یو مشکوک نیول شوی دی انځور: JAVAD PARSA/NTB/AFP

د ناورې حکومت پيښه غندلې

د ناروې صدراعظم، یوناس ګار ستوره، پر فیسبوک ليکلي دي: «په اوسلو کې نن شپه د لندن پب نه بهر پر بې ګناه خلکو باندې ډزې ظالمانه او په ژوره توګه ټکان ورکوونکې دي.» صدراعظم زیاته کړې په داسې حال کې چې لا د ډزو انګیزه روښانه نه ده، خو په ال جي بي تي کیو ټولنه کې ېې ویره او غم خپره کړې ده.

ګار ستوره دغې ټولنې ته په خطاب کې ويلي دي: «موږ ټول تاسو تر څنګ ولاړ يو.»

کريستيان بریدلي په نوم په یو سړي چې د پيښې پر وخت په بار کې وه نارويجۍ ورځپاڼې VG ته وويل چې هغه خپل ځان د شاوخوا لسو نورو کسانو سره په څلورم پوړ کې پټ کړی وو. هغه وويل تر ډیر وخته هلته پټ ول چې کله ورته وويل شول خوندۍ ياست راووتل. بريدلي زیاته کړه چې «ډير خلک د خپل ژوند په خاطر سخت ډار شوي ول.»

نارويجې تلویزیون TV2 د پيښې يوه ويډيو خپره کړې ده. په دغې وېډيو خلک په داسې حال کې د اوسلو په کوڅو کې د تيښتې په حال کې ښودل کيږي چې له شا ېې د ډزو غږ اوریدل کيږي.

ناروې کې د تاوتریخوالو پيښې

په اوسلو ښار کې د جشن تنظیمونکي وايي چې دوی پولیس سره په نژدې اړيکه کې دي. د جشن ادارې هم پر فیسبوک پر پيښه خواشيني ښودلې ده: «زموږ فکر د پښې له قربانيانو او د هغوی له مينه والو سره دی.»

ناروي په نسبي توګه یو له امن هيوادونو څخه دی، خو د اروپا په شمال کې پروت دغه هیواد وخت ناوخت د ښي اړخو تندلاو تاوتريخجن بریدونه تجربه کړي دي. په ۲۰۱۱م کال د ناروې په ایتایا ټاپو کې یوه سړي ۶۹ کسان په ډزو ووژل چې دغه پيښه د اروپا په سطحه یوه تر ټولو خونړۍ پيښه یاديږي.

په ۲۰۱۹م کال کې يوه بل ښي اړخي افراطي خپله ناسکه خور ووژله او بيا ېې پر يوه مسجد کې پر خلکو ډزې پیل کړې خو مخکې له دې چې کوم څوک ژوبل شي د یوه کس له خوا ورباندې غلبه وشوه.

آ./م.ک.ص./ا.ا.