1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

اوس هم مهاجر په باروړونکو اور ګاډو او لاریو کې قاچاق کیږي

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

د هغو پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی دی چې آلمان ته په غیر قانوني ډول په باروړونکو اورګاډو او لاریو کې راوړل کیږي. د کال په لومړۍ نیمایي کې تر ۳۵۰ ډیر پناه غوښتونکي په همدې ډول آلمان ته قاچاق شوي دي.

https://p.dw.com/p/33s9m
Parndorf LKW Flüchtlinge Unglück tote Flüchtlinge Österreich
انځور: picture-alliance/dpa/H. Oczeret

 له برلين څخه د آلمان خبري آژانس په حواله په آلمان کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی دی چې د انساني قاچاقبرانو له خوا په باروړونکو ریلونو او لویو لاریو کې دغه هیواد ته راوړل شوي دي.

د آلمان د مرکزي حکومت پولیسو د «فونکه میدین ګروپ» د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د روان کال په لومړۍ نیمایې کې ۳۵۹ تنه غیرقانوني مهاجر په باروړونکو ریلونو او موټرو کې آلمان ته انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ نیمایي کې دغه شمیر ۲۰۱ تنه وو. له اتریش او سویډن سره د آلمان سرحدي پولي د دې ډول انساني قاچاق مهمې نقطې دي.

د آلمان د فدرالي پولیسو په حواله له افریقایې هیوادونو لکه نایجیریا، سیرالیون، ګامبیا، تونس، مراکش، ګانا، سینیګال، ګینې او کامرون هیوادونو د نورو هیوادونو په پرتله ډیر پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

ترټولو زیات اغیزمن شوی ایالت بادن- ورتمبرګ دی. د پولیسو په حواله د روان کال له پیل څخه د اګست میاشتې تر نیمایې پورې دغه ایالت ته ۲۵۲ تنه پناه غوښتونکي راوړل شوي دي. د آلمان بایرن ایالت او اتريش هیواد ته د دا ډول راتلونکو مهاجرو شمیر ټیټ شوی دی، ځکه د کال له پیل څخه ایټالوي چارواکو په ریلونو کې ډیر سخت کنترول پیل کړی دی.

د رپوټونو په حواله د هغو مهاجرو په کتار کې چې د قاچاقبرانو په مرسته په باروړونکو موټرو کې آلمان او بیا له دې ځایه سکندنیاوي هیوادونو ته انتقالیږي تر ټولو په لومړي قدم کې د منځني او نږدې ختیځ هیوادونو پناه غوښتونکي دي. 

د ۲۰۱۸ م کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې ۲۶۶ تنه د سرحدي کنترول د پولیسو له خوا نیول شوي دي. دغه کسان د باروړونکو موټرو د لرګينو تختو تر شا او یا هم د موټر د اکسل د پاسه د لاریو په لاندنیو برخو کې ځای پر ځای شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې دا شمیر (چې د سرحدي کنترول پر مهال نیول شوي دي) د ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰۶ تنه وو. دغه نیول شوي کسان له چک جمهوریت او اتريش هیوادونو څخه آلمان ته په راتلونکو لاریو کې پټ او ځای پر ځای شوي ول. په دوی کې تر ټولو ډیر د عراق، ایران، افغانستان، سوریې، ترکیې، سومالیې، نایجیریا، پاکستان او فلسطين هیوادونو اتباع ول.