اوباما: امريکا بايد د اروپا باور تر لاسه کي
۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه
د امریکا د ملي امنيت ادارې (NSA) له خوا په ډیره پراخه پيمانه د اروپايي ټولني د لوړپوړو دولتي چارواکو او عامو خلکو څارل د معاملې تر بربنډیدو وروسته د واشنگټن او اروپايي ټولني تر منځ اړیکو ډیره پیچلې بڼه غوره کړه.
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنيت ادارې پخواني کارکوونکي د دغې ادارې ډیر محرم او پټ اسناد د رسنیو په اختیار کې ورکړل. د دغو اسنادو پر بنسټ د امریکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې (NSA) په ډیره لوړه کچه د اروپايي ټولني د لوړپوړو چارواکو او عامو خلکو ایمېلونه او انټرنټي مکالمات څاري.
د آلمان لومړۍ وزیره انگلا میرکل هم د هغو ارپايي حکومتونو د مشرانو په کتار کې ده چې تلیفوني خبري يي د متحده ایالاتو د استخبارتي ادارې له خوا څارل شوي دي.
اوباما په دينهاگ کې د اټومي وسلو د امنيت په هکله تر غونډي وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اروپا ته د هغه د سفر یو هدف همدا وو، چې له اروپايي مشرانو سره وویني او په دې هکله د هغوی د اندیښو د کمولو هڅه وکي.
اوباما خبریالانو ته وویل: «زه باور لرم چې زموږ استخباراتي ادارې په ښه نیت کار کوي. د دوی هدف هیڅکله هم د یوه آلماني، فرانسوي او یا امریکايي د شخصي ژوند په هکله د معلوماتو را ټولول نه وي.»
ولسمشر اوباما زیاته کړه: «عام محضر ته د محرمو اسنادو تر وړاندي کیدو وروسته اوس موږ یوه بله ځانگړې طریقه غوره کړې ده، چې د هغې په وسیله به موږ نه یوازي د حکومتونو بلکې د عامو خلکو د باور په ترلاسه کولو هم بریالي شو، خو ښکاره خبره ده چې دا کار په ډیر لنډ وخت کې کیدای نه شي.»
د یادوني وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنيت استخبارتي ادارې یوه پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن تیر کال د دغي ادارې ډیر حساس او محرم اسناد افشا کړل. تر دې وروسته سنودن لومړی هانگ کانگ او وروسته بیا مسکو ته پناه یووړه. مسکو هغه ته موقتي سیاسي پناه ورکړه چې له هغه وخت راهيسي په روسیه کي پاته دی.