انځوریز رپوټ: هغه پناه غوښتونکي چې پر ډیرانو ژوند کوي
د افغان پناه غوښتونکو په ګډون په زرونو مهاجر د بوسنیا او کرواسیا په سرحد کې تر ډیرو خرابو شرایطو لاندې ژوند تیروي. دوی د ژوند له ابتدایي امکاناتو څخه هم محروم دي. دیرک پلانرت د دوی وضعیت په خپلې عکاسۍ کې انځور کړی دی.
عبدالرحیم بلال
عبدالرحیم بلال د پولیسو له یوه موټر څخه پلی شو. هغه له ډیر درد څخه فریاد کوي، خو څوک یي خبره نه اوري. لږ وروسته هغه په خپله خیټه لاس ږدې او پر ډیران رالویږي. وروسته له ډیر ټینګار او غوښتنې پولیس امبولانس را غواړي. بلال دری ورځې وروسته له روغتون څخه بیرته خارجیږي.
د چارواکو د نه پاملرنې پایلې
د جمعې په ورځ (جون میاشتې ۱۴ نیټه) د بوسنیا په بیهاج ښار کې د «بیرا» کمپ ترڅنګ شاوخوا۵۰۰ پناه غوښتونکو په یوه چمن ډوله ځای کې خیمې ووهلې. په دې دلیل چې دوی د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (آی او ام) له خوا نه دي راجیستر شوي او هیڅ ډول خواړه نه ترلاسه کوي. خو د همدې ورځې تر غرمې وروسته د پولیسو بسونه راغلل، څو دوی یوه بل ځای ته انتقال کړي.
د پناه غوښتونکو انتقالول
اټکل کیږي چې په بیهاج کې له ۶ زرو څخه تر ۸ زرو پورې پناه غوښتونکي ژوند کوي چې د دې سیمې د نفوس ۲۰ سلنه برخه تشکيلوي. کمپونه یا پنډغالي ډیر کوچني دي. ډیري د دوی سرپناه نه لري او وایې چې هره ورځ دلته د غلا د پيښو شاهدان وي. په ټولنیزو رسنیو کې ویل کیږي چې دلته نا امني حاکمه ده. ملي بسونه له دې ښار څخه ۱۰ کیلومتره لیري دریدلي دي او پناه غوښتونکي ورته پلي روان دي.
ویچاک ته رسیدل
دا سیمه څو لسیزې د ښار د کثافاتو د راټولولو ځای وو او اوس پرې خاوره اچول شوې او هواره شوې ده. د سیمي اوسیدونکي وایي چې دلته د میتان ګاز زیات شوی دی. له دې ځایه یوازې پنځه کیلومتره لیري د اروپا سرحدي پوله موقعیت لري. دلته یوازې درې خیمې او د څښاک د اوبو یو ټانکر موجود دی. تشاب، بیت الخلا، برق یا نور امکانات نه شته.
۸۰۰ تنه د کثافاتو په ډيران کې ژوند کوي
پولیسو په څو پرله پسې ورځو کې پناه غوښتونکي وچیاک ته انتقال کړي دي. دوی د ښار له مختلفو برخو، سړکونو او د ریل له تمځایونو راټول شوي دي. اوس په وچیاک کې لږ مهاجر لیدل کیږي. د سیمي ډیري اوسیدونکي اوس احساس کوي چې د اروپایي اتحادیي او حکومت له خوا یوازې پریښوول شوي دي. دوی وایي اوس باید پخپله له ځان سره مرسته وکړو.
ښوروا (سوپ) او ډوډۍ
ډیر پناه غوښتونکي له افغانستان، پاکستان او سوریي او ځيني نور بیا له هند، مصر او غزې له تړانګې څخه دلته راغلي دي. دوی ته د ورځې دوه واره د سره صليب د سیمه ایز دفتر له خوا سوپ او ډوډۍ ورکول کیږي.
له سیمه ایزو خلکو څخه د مرستې غوښتنه
د سره صلیب کارکوونکي وایي چې دوی د حکومت او یا ملګرو ملتونو سازمان له خوا د پناه غوښتونکو د پالنې له پاره مرسته نه ترلاسه کوي، نو له همدې امله څو ورځې مخکې دوی د بیهاج له سیمه ایزو خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د جګړې کیسې
هغه کسان چې په وچیاک کې بند پاته دي دوی د سوریې د جګړې، په پاکستان کې د پولیسو له زورونې او ترهګریزو بریدونو او په غزې کې د راکیټي بریدونو له ویرې تښتیدلي دي. دوی وایي: «که زموږ په هیوادونو کې د ژوند کولو امکانات وای موږ دلته نه راتلو».
کله چې د صبر کاسه ډګه شي
جووما الحمید وایي چې په سوريه کې د ولسمشر اسد رژیم په زندان کې بندي وو. درې کاله پر لاره وو او یو کال یي د یونان د لسبوس په موریا کمپ کې تیر کړی دی. دغه ۲۶ کلن سړی وایي: «زه یوازې دا غواړم چې په یو کور کې ژوند وکړم، نور څه نه غواړم. له پولیس او جنایتکارانو ویریږم.» قاچاقبران د دې د انتقالولو له پاره درې زره یورو غواړي، خو هغه پيسې نه لري.
دا کمپ نه دی
دوی وايي چي زموږ ږغ دي واورېدل شي
بې له حق او حقوقو
حسن علی پر دې سربيره چي په بيرا کمپ کي راجستر شوی، خو بیا هم وچياک ته راوستل شوی دی: «پوليسو زه په ښار کي ونيولم، ما کارت ور ښکاره کړ، هغوی ويل چي که دي بل وار دا خبره وکړه وهو دي. وروسته يې زه دلته راولېږلم.»
په خاور کي خوراک
هغه خوراک چي سور صليب يې ورکوي، د ورځي دوه واري سوپ دی. دلته نه برق نه تشناب او هيڅ نه شته. د دوی پر بدن دانې راختلي دي. دلته ډاکټر نه سته. د سره صليب کارکوونکي وايي چي د مهاجرو د مراقبت له پاره يې کافي مواد نه لري.
کوچنيوالی په ډيران کي
په دغه کمپ کي تر ټولو کوچنی ۱۲ کلن دی. په حقيقت کي بايد هغه بيرا کمپ يا يوه هوټل ته وړل شوی وای. پوليسو هغه هم نيولی دی او وچياک ته يې انتقال کړی دی. هغه څه چي دی لري، يوازي د هغه يوه جوړه کالي دي.
د اروپايي ټولني په سترگو کي
اروپايي ټولنه نه سي کولای ووايي چي دوی څه نه شي کولای. د اروپايي ټولني دوه افسران په وچياک کي ول او هرڅه يې پخپله ليدلي دي. هغوی خپل د مرکزي دفتر ته راپور ورکړی دی.