انځوریز رپوټ: د آلماني او چینایي سرتیرو ګډ تمرینات
د چينایي پوځ د روغتیايي برخې سرتیري د آلمان د بایرن ایالت په «فلد کیرشن» سیمه کې هغه پوځي روزنې ترلاسه کوي چې د خپل ډول بی ساري هغه دي. دغه روزنیز پروګرام د "Combined Aid 2019" په نوم نومول شوی دی.
د روغتیایي خدماتو کانتینر
د روغتیایي خدماتو دغه ټانک د یوه عادي کانتنر په توګه د درنو تجهیزاتو په کیشتۍ کې باریږي، څو د هامبورګ ښار بندر ته یي انتقال کړي. په مجموع کې ۹۲ چینایي او ۱۲۰ آلماني سرتیري د "Combined Aid 2019" په نوم دغو تمریناتو کې برخه لري او ۱۲۰ تنه نورې ښځې او سړی ورسره مرسته کوي.
متفاوت تمرینونه
دلته په "فلد کیرشن" سیمه کې د روغتیایي خدماتو ټانک له لارې موټر څخه ښکته کیږي. په دې سیمه کې هغه تمرینونه ترسره کیږي چې تر اوسه د آلمان او چين تر منځ د پوځي همکاریو په برخه کې نه دي ترسره شوي.
سیار روغتون
په دې ځای کې د ملګرو ملتونو د یوه خیالي ماموریت تمرين ترسره کیږي. د دې فرضي ماموریت سناریو داسې ده چې د مهاجرو په یوه کمپ کې د وبا ساري ناروغي خپریږي. په عین وخت کې په یوه بله برخه کې ډیر شمیر ټپیان موجود دي. چنایي سرتیرو د دې ماموریت له پاره خپل سیار یا متحرک روغتون له ځان سره راوړی دی چې د یوه آکوردیون، په څیر یي تړلې او خلاصولی شي.
سیار روغتون
د آلماني پوځ په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د چنایي پوځ سیار تجهیزات کیدای شي په ډیرې آسانۍ سره له یوځایه بل ته انتقال او یوازې په څو دفیقو کې د استفادې له پاره چمتو کړای شي. په ۲۰۱۶م کال کې د آلماني پوځ د روغتیایي خدماتو ۳۸ سرتیري د تمرين له پاره چين ته تللي وو.
د پخوانیو تمریناتو په دوام
د ۲۰۱۶ م کال په تمرینونو کې سرتیرو د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په هکله روزنه لیدلې وه. چين په دې برخه کې ډیره تجربه لري. دا چې تمرینونه په آلمان کې ادامه پیدا کوي نو په پیل کې دغه تمرینونه یوازې د روغتیا په برخ کې ترسره کیږي.
د اړیکو ستونزې
دغه تمرینات په انګلیسي ژبه پرمخ وړل کیږي، خو کله نا کله د ستونزې د حل له پاره ژباړونکي هم ګمارل کیږي. آلماني پوځیان توضیحات ورکوي چې دغه تمرینونه د ساري ناروغیو د خپریدو په صورت کې د بین المللي همکاریو د پراخوالي په خوخه په لاره اچول شوي دي.
که ګډ اوسو، نو یو قوت یو
آلماني پوځ وایي: «دغه تمرینونه د یوې ساري ناروغۍ د وقایې په خاطر د ملکي خلکو له پاره هم مهم دي، ځکه دا یو نړیوال مسئولیت دی چې د ساري ناروغیو په مقابل کې د خلکو حفاظت وکړو.» د دغو تمرینونو له پاره د آلمان او چين د بیرغونو یوه ګډه لوګو هم جوړه شوې ده. چینایي سرتیري د چهارشنبې(د جولای میاشتې په ۳) په ورځ آلمان ته رسیدلي دي. دغه تمرینونه به د جولای تر ۱۷ نیټې دوام وکړي.