انځوریز رپوټ: د آلمان په هاناو ښار کې لسګونو زره کسانو د توکمپالنې پر وړاندې مظاهرې وکړې
تیره اونۍ یوه آلماني د دغه هیواد په هاناو ښار کې ۹ تنه د توکمپالنې د انګیزې له مخې په ډزو ووژل. د یکشنبې په ورځ په زرګونو کسانو په دې ښار کې له قربانیانو څخه یادونه وکړه او له خپلوانو سره یې خپل پيوستون ښکاره کړ.
شاوخوا ۱۰ زره کسانو د یکشنبې په ورځ د آلمان په هاناو ښار کې احتجاج وکړ او د توکمپالنې د انګیزې له مخې په دغه ښار کې د ډزو په پيښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپل پيوستون ښکاره کړ.
« په ګډه د ترور او مسلمان ضد توکمپالنې پر وړاندې» د دغو مظاهرو اصلي شعار وو. د دې ښار پر مسلمان اوسیدونکو سربیره د مختلفو اقشارو او دیني ټولنو وګړو هم په دغو مظاهرو کې ګډون کړی وو.
د هاناو ښاروال کلاوس کمینسکي په دغو مظاهرو کې وویل: «دا تر ټولو تیارې ورځې او ساعتونه دي چې مونږ یې د سولې په وخت کې په خپل ښار کې تجربه کوو.» هغه وویل کوم کسان چې غواړي زمونږ په ټولنه کې درځ رامنځته کړي نه بریالي کیږي «ځکه مونږ ډیر یو او د داسې یو څه مخه نیسو.»
یو تن د تیرې چهارشنبې په ورځ په دوو قیلونخانو کې ډزې وکړې او ۹ تنه یې ووژل. هغه وروسته په خپل کور کې خپله مور ووژله او بیا یې ځان وژنه وکړه.
د دغو دوو قیلونخانو چې ډزې په کې شوې دي اکثره مشتریان د مهاجرت ریښې درلودونکي کسان وو. له دې ډلې څخه ۵ تنه قربانیان یې ترکان وو.
د هاناو ښار په مظاهرو کې د دې ښار پر نورو اوسیدونکو سربیره د قربانیانو خپلوان، په آلمان کې د ترکیې سفیر علي کمان آیدن، د هاناو ښاروال او همداشان د عیسوي او یهودي ټولنو غړو حضور درلود.
یو شمیر مظاهره کونکو په دغه پيښه کې د ۹ وژل شویو کسانو انځورونه له ځان سره لیږدول.
د یوه تن قرباني ورور په دغو مظاهرو کې وویل «مونږ یوازې پريښودل شوي یو.» هغه وویل تر هغه وخته پورې چې د مهاجرو ضد اې اف دي (د آلمان له پاره بدیل ګوند) فعال وي مونږ مجبوره یو چې په ویره کې ژوند وکړو.
په دې پلاکاټ کې چې یوه مظاهره کونکې یې له ځان سره لیږدوي لیکل شوي دي چې «مينه د ټولو له پاره او کرکه د هیڅ چا پر وړاندې هم نه».
تر دې پيښې وروسته د آلمان خلکو د دغه هیواد په لسګونو ښارونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله همبستګي ښکاره کړه او د ښې اړختوب انګیزې له مخې له ترور څخه یې خپله کرکه څرګنده کړه.