انځورونه: په یوه نیمه لسیزه کې د افغان مېرمنو پرمختګ او ستونزي
د طالبانو رژیم تر نسکوریدو وروسته په افغانستان کې مېرمنو ورو ورو څه نا څه خپلواکي ترلاسه کړې چې د پرمختګ سبب يې ګرځیدلې. خو تراوسه هم ځیني مېرمنې له تاوتريخوالي، جګړو او بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
د طالبانو د حکومت پرمهال
د طالبانو د حکومت پرمهال مېرمنو تقریباً هیڅ راز حقوق نه درلودل او د خوني په کونج کې ناستي وې. د مېرمنو خرڅلاو ډیر عادي کار او وژنه یې ترهغه هم اسانه کار وو.
میرمني او امنیت
په تیره یوه نیمه لسیزه کې د نارینه وو ترڅنګ هغه څه چې مېرمنو کړي دي، هغه په جګړه ځپلي افغانستان کې د دې هیواد په امنیتي لیکو کې د امنیت په خوندي کولو کې ونډه اخیستل دي. د افغانستان د پولیسو شمیر۱۵۰زرو ته رسیږي چې ۳۳۲۶ یې مېرمني دي او ۳۸۹ نوري ښځي بیا د کورنیو چارو وزارت ملکي کارکوونکې دي.
میرمنې او امنیت
په وروستیو کلونو کې په امنیتي لیکو کې د مېرمنو ګډون ډیر شوی او د افغانستان حکومت هم داسې کړنلاري عملي کوي څو وکولای شي د مېرمنو شتون نور هم پیاوړی کړي. ۱۸۷۵ میرمنې د افغانستان په وسله وال پوځ کې دي. اوس د افغانستان پوځ ۱۹۵ زره سرتیري لري.
میرمنې او امنیت
ځیني مېرمني ان په هوايي ځواک کې په فعالیت بوختې دي. له دوی څخه یوه یې هم نیلوفر رحماني ده چې څه موده مخکې یې وروسته له هغې چې په امریکا کې خپلې زده کړې پای ته ورسوي، په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنه وکړه. د افغان میرمنو شبکې په یوه څیړنه کې موندلې چې ناوړه چلند او جنسي ځورونه د افغانستان په پوځي لیکو کې تر ټولو ستره ستونزه ده.
میرمنې او امنیت
د افغانسان پولیسو په ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او استخباراتي ادارو کې ښځینه مامورانې لري. په دې امنیتي ادارو کې مېرمنې شکایت کوي چې دوی له جنسي ځوروني سره مخامخ دي او دوی ته د دویم جنس په سترګه لیدل کیږي. چارواکي بیا د دې ستونزو د حل له پاره د ځانګړو میکانیزمونو د عملي کولو خبره کوي.
میرمنې او امنیت
د افغانستان په دولتي ادارو کې تراوسه هم مېرمنو خپله ۳۵ سلنه ونډه نه ده ترلاسه کړې او د ملي وحدت حکومت له لورې د پنځو وزارتونو د ورکړي ژمنه لا هم نه ده پوره شوې.
میرمنې او سیاست
شمیرې ښيي چې د افغانستان په تیرو ټاکنو کې تر ۳۵ سلنه ډیري رایه ورکوونکې میرمنې وې. دوی په ټاکنیز بهیر کې د نوماندانو او همدا راز د ټاکنو د ادارې د چارواکو په توګه کار کړی دي.
مېرمني او سیاست
د افغانستان په سیاسي ډګر کې او همدا راز په کابینه کې د مېرمنو ونډه ډیره شوې. د افغانستان د میرمنو چارو وزارت وايي چې اوسمهال یوازې درې مېرمني د حکومت په کابینه کې شتون لري او دې ته اړتیا ده چې پنځه یا شپږ مهم وزارتونو میرمنو ته وسپارل شي.
مېرمني او سیاست
په افغانستان کې په ورستیو کلونو کې میرمنو وکولای شول چې د ولایتونو د والیانو په توګه هم دنده ترسره کړي. اوسمهال یوازې د دایکندي ولایت والۍ یوه مېرمنه ده. د ولایتونو د ښځو چارو د ریاستونو ترڅنګ، په نورو ادارو لکه څارنوالۍ ریاست کې هم مېرمني کار کوي.
مېرمني او اقتصاد
په ورستیو کلونو کې مېرمنو د افغانستان په اقتصادي ډګر کې هم ونډه اخيستې ده. د بیلګې په توګه د افغانستان د ښځینه سوداګرو په کلني کنفرانس کې له ټول هیواد څخه کابو ۳۰۰ میرمنو برخه اخیستې وه او د اقتصادي بهیر د ښه والي په هکله یې بحثونه وکړل.
مېرمني او اقتصاد
د نړیوالو خیریه سازمانونو په ملاتړ، په افغانستان کې میرمنې په دې توانیدلي دي چې د لاسي صنایعو په ډګر کې هم ډیر فعالیت وکړي.
مېرمني او اقتصاد
دا چې د افغانستان زيات خلک په کرهڼه بوخت دي، نو میرمنو په دې ډګر کې هم مهم ونډه اخيستې ده. په کلیو او بانډو کې د نارينه وو ترڅنګ مېرمنې په عادي ډول په کرهڼیزو کارونو بوختي دي.
مېرمني او اقتصاد
په افغانستان کې میرمنې همدا راز د تولیدي او تجارتي توکو په تولید کې برخه لري. له دې امله چې تر اوسه هم په افغانستان کې د کرهڼیزو او څارویو د تولیداتو پروسس پرمختللی نه دی، نو کاري قوې ته اړتیا ده.
مېرمني او اقتصاد
د دې ټولو هڅو ترڅنګ، تراوسه هم میرمنې له اقتصادي پلو پر نارينه وو تکیه کوي او مالي ازادي نه لري. د یوې څیړنزې ادارې د موندنو پر اساس د مشخص عاید او د مالي آزادي نه لرل، د کورني تاوتریخوالي اصلي سبب ګرځي.
مېرمني او تحصیل
تراوسه هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ په هکله اندیښمن دي. په افغانستان کې تر ډیره جګړې او ناامني د دې سبب ګرځي چې د دې هیواد په زیاتره سیمو کې د نجونو له پاره ښوونځي تړلي پاتې شي.
میرمنې او تحصیل
په افغانستان کې تر اوسه هم د هلکانو او نجونو د تعلیم او تربيې کچه برابره نه ده. حکومتي شمیرې ښيي چې ۳۲ سلنه ښوونکي، ۴۱ سلنه ښځینه زده کونکې او ۶۲ سلنه د سواد د زده کړې ګډونکوونکي ښځې تشکیلوي.
میرمنې او تحصیل
د افغانستان په پوهنتونونو کې لا هم د نارینه او ښځینه محصلینو شمیر برابر نه دی. په افغانستان کې لا هم زیاتره نجونې نشي کولای چې د کورنیو محدودیتونو له امله لوړې زده کړې وکړي.
میرمنې او روغتیا
په افغانستان کې لا هم میرمنو ته په کافي اندازه روغتیايي اسانتیاوې نه شته او ځینې میرمنې ان د خپلو نارینوو د اجازه پرته نه شوي کولای چې درملنه ترلاسه کړي.
میرمنې او ورزش
په دې وروستیو څو کلونو کې افغان میرمنو وکولای شول چې د سپورټ په ډګر کې هم خپله وړتیا ښکاره کړي. اوسمهال افغانستان د ځغاستې او ګڼ شمیرو نورو لوبو کې ښځینه لوبغاړي لري.
میرمنې او ورزش
اوسمهال د افغانستان په زیاتره ښوونځیو کې سپورت هم په محدوده کچه تدریس کیږي. د بیلګې په توګه افغانستان اوس د بایسکل چلونې، سکي او فوټبال د ښځو ملي لوبډلې لري.
میرمنې او ورزش
په افغانستان کې د میرمنو له پاره ځانګړې کلپونه هم په دې وروستیو کې ډیر شوي دي. د افغانستان ښځینه لوبغاړو وکولای شول چې په سیمه ایز او نړیواله کچه ګڼ شمیر مډالونه هم د افغانستان په نامه کړي.
میرمنې او ورزش
په افغانستان کې معلولې میرمنې هم له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي. خو د ستونزو با وجود معلولې میرمنې په ګڼ شمیر برخو لکه سیاست، ټولنیز، اقتصادي او د سپورټ په ډګر کې کار کوي.
میرمنې او روغتیا
د افغانستان ګڼ شمیر سیمې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او د روغتیايي آسانتیاو د نه شتون له امله ګڼ شمیر میرمنې بیا خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
میرمنې او ټولنه
په افغانستان کې میرمنو ګڼ شمیر ټولنې جوړي کړي او د میرمنو د حقونو او په ګڼ شمیرو نورو برخو کې فعالیت کوي.
میرمنې او ټولنه
اوسمهال افغان میرمنې څه نا څه خپلواکي لري. د بیلګې په توګه دوی کولای شي موټر وچلوي خو بیا هم له ټولنیزو ستوزنو سره څه نا څه مخ دي.
میرمنې او تحصیل
د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو را وروسته افغان میرمنو په بیلابیلو برخو کې زده کړو ته مخه کړې او دوی اوس د انترنت له لارې هم له نړۍ سره نښلول شوي دي.
میرمنې او رسنۍ
د افغانستان په رسنیو کې میرمنې ډیره فعاله ونډه لري. خو په دې برخه کې د پرمختګ ترڅنګ میرمنې په افغانستان کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
میرمنې او فرهنګ
د فرهنګ په برخه کې هم میرمنې ډیره فعاله دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د میرمنو د ګڼ شمیر هنري نندارتونونو شاهد وو.
میرمنې او فرهنګ
د افغانستان د هنر او موسیقۍ په ډګر کې هم د میرمنو ونډه د پخوا په پرتله ډیره شوې. اوسمهال میرمنې کولای شي د موسیقۍ په سیالیو کې هم ګډون وکړي.
میرمنې او هنر
د افغان میرمنو لخوا په نړیواله کچه کې هم د هنر او فرهنګ په برخه کې کار شوی. ګڼ شمیر افغان میرمنو په نړیوالو هنري فیستیوالونو کې افغانستان استازیتوب کړی دی.
میرمنې او هنر
د افغانستان د موسیقۍ په ډګر کې هم میرمنو ډیر کار کړی. د بیلګې په توګه د افغان میرمنو د اورکسترا ډلې په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب کړی دي.
زور زیاتی
که څه هم د میرمنو د حقوقو په هکله په دې وروستیو کې پرمختګ شوی، خو بیا هم په افغانستنا کې میرمنې له ګڼ شمیر زور زیاتیو سره مخ دي.
ټولنیزې ستونزې
په پنځلسو وروستیو کولنو کې د زورزیاتي د بیلګې په توګه په عام محضر کې په کابل کې د فرخندې وژل کیدل په ګوته کیږي چې دې پیښې نړیوال غبرګونونه هم درلودل.
افغان میرمنې او مرګ ژوبله
د فرخندې د جسد د انتقال له پاره ان میرمنو ته اجازه هم نه ورکول کیده چې د هغې جنازه بدرګه کړي.
میرمنې او د ځان پټ ساتلو بحث
د افغانستان په ګڼ شمیر برخو کې د میرمنو له پاره بیلا بیلې د ځان ساتنې کالي شتون لري. خو تراوسه پورې هم د میرمنو پرده یو له مهمو مضوع ګانو څخه ګڼل کیږي.