انځورونه: په ګورجستان کې د کلتورونو د تنوع ښکلاء لیدلی شئ
ګورجستان د آسیا او اروپا په څنډه کې پروت او د مختلفو کلتورونو د ترکيب او ښکلاء نمونې په کې لیدل کیږي. سیلانیان کولی شي د دې هیواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو تاریخي دورو او د کلاسیک تمدن د آثارو له لیدو څخه خوند واخلي.
ګورجستان د مختلفو کلتورونو مرکز
ګورجستان داسې یو هیواد دی چې د مختلفو کلتورونو، نژادونو او مذهبونو خلک په کې ژوند کوي. د قفقاز او تورې بحیرې ترمنځ واقع دغه هیواد د ښلاء مینه وال د ځان پر لور راجلبوي. دغه هیواد ۳،۷ میلیونه نفوس لري.
د ګرجستان پلازمېنه تبلیسی
د تبلیسي ښار د ګورجستان کلتوري او ثقافتي مرکز بلل کیږي. دغه ښار د ترک، عرب، روم، فارسیانو او نورو فاتحينو حکومتونه تجربه کړي دي. شوروي په ۱۷۹۹ م کال کې پر دې هیواد برید وکړ او د شوروي اتحاد تر پاشل کیدو پورې یې دا هیواد تر تسلط لاندې وو. دغو ټولو ملتونو خپل د تمدن آثار دلته پریښې دي.
پخوانی ښار او کلا يې
د ناریکالا په نوم کلاء له دریمې عیسوي پیړۍ راهیسې له خپل عنعنوي شان او شوکت سره د ښار په یوه برخه کې ولاړه ده. دغې لویې کلاء ته ډير شمیر فاتحان راغلل او بیرته لاړل.
د پادشاه د استوګنې ځای
د میتخي کلیسا د کورا سیند په یوه څنډه کې پرته ده. د کورا سیند د تبلیسي له ښار څخه تیريږي. له دولسمې عیسوي پیړۍ څخه دغه سیمه د پادشاهانو له پاره ډیره په زړه پورې پاتې شوې ده.
د چينو په اوبو کې لمبل
د ابانو تاباني سیمه چې د خپلو ګرمو اوبو د چينو له امله مشهوره ده، د تبلیسي تر ټولو لرغونې برخه ګڼل کیږي. دغه چينې له ۷۰۰ کلونو راهیسې استعمالیږي. په اوومه پیړۍ کې دلته د ایراني طرز غسلخانې یا حمامونه جوړ شوي دي.
د شوروي حکومت سل کاله
په ګورجستان کې هر لور ته د پخواني شوروي اتحاد د دورې آثار لیدل کیږي. په دغو آثارو کې کورونه، فابریکې او نور شامل دي. دغه هیواد ۷۰ کاله د پخواني شوروي اتحاد مستعمره وه. د ۱۹۹۱ کال د اپريل میاشتې په نهمه نیټه د دې هیواد ولس د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د آزادۍ په حق رایه ورکړه.
یونیسکو: نړیوال کلتوري میراث
د سمندر له سطحې څخه په ۲۲۲۰ متره لوړوالي کې د اشګولي په نوم یوه ټولنه چې له څلور کلیو څخه تشکيله شوې ده له شپاړلسمې پيړۍ څخه دلته میشته ده. اشګولی په اروپا کې داسې تر ټولو لوړه سیمه ګڼل کیږي، چیرې چې خلک میشت دي. له ۱۹۹۶ م کال څخه دا سیمه د یونیسکو په نړیوال کلتوري میراث کې شامل کړای شوه.
د وردیزا په غرونو کې یو ښار
له غارونو څخه جوړ دغه ښار کې نږدې ۵۰۰۰۰ انسانانو ژوند کاوه. د وردیزا ښار د ګورجستان په سويل کې واقع دی. دا ښار ګرجيانو په دولسمه پیړۍ کې د ترکانو او ایرانیانو په وړاندې له خپل ځان څخه د دفاع په موخه جوړ کړی وو.
کلتور او میلمه پالنه
په ګورجستان کې د اذربایجان، ارمنستان، یهودانو او یونانیانو په ګډون د نږدې ۲۰ مختلفو نژادونو خلک ژوند کوي. دغو خلکو له خپل ځان سره خپل دودونه هم را انتقال کړي دي. بل لور ته د ګورجيان خپله هم له خپل کلتور او عنعنې سره ډیره مينه لري او د دې د لمانځلو هیڅ چانس له لاسه نه ورکوي.