انځورونه: په کمپونو کې د مهاجرو نانوايي
د سربستان د مهاجر کمپونو په اړه به مو ډير اوريدلی وي. دا ځل به په دې انځوريز رپوټ کې وګورۍ چې هلته افغان مهاجر د خپل ژوند د بقا له پاره په څومره سختو کارونو لاس پورې کوي. په هغو کې يو هم د دغي نانوايي جوړول دي.
دوي نه کومه سرپناه، نه کار او نه هم پیسې لري. هڅه کوي له همدې طريقه خپل روزګار مخته يوسي او بلاخره به ښايي وشي کړای ځانونه لويديځې اروپا ته ورسوي. په همدې دليل د پيسو په مصرف کې ډیر احتياط کوي. وطني ډوډې ته يې زړه کيدل دوي هڅولي چې دغه نانوايي جوړه کړي.
محدود امکانات
مهاجر هغه ډيري لږ پیسې چې لري په هغو اوړه اخلي او په دا ډول يې لندوي. دوي د هر کار مشخص اسباب نه لري. هغه مجرد مهاجر چې په سربستان کې بند پاتې دي چندان امکانات ورته نه برابريږي. ډیری يې په خالي شويو زړو ودانيو کې ژوند کوي. دا هم يو کمپ دی.
افغان مهاجر
په سربستان کې د بندو مهاجرو په ډله کې ډیری يې افغانان دي. په دوی کې يوازې ځوانان او تنکي ځوانان هم شته. د دوی پر مخ لارې بندې دي چې لويديځې اروپا ته ولاړ شي. په سربستان کې هم نه غواړې چې پاتې شي، ځکه نو پخپله جوړ کمپونو کې ژوند کوي.
نانوايي
د ډوډې پخولو کار په ګډه کوي. د هر چا کار معلوم دی. که کمپ خودسازه دی، نو دوی هم په کې خپل قوانين جوړ کړي دي. د بيلګې په توګه امر کوي چې په کارونو کې ټول په ګروپي ډول کار وکړې.
هم ګرمه ډوډې هم ګرم ځای
دغه نانوايي د دې تر څنګ چې د مهاجرو له پاره له اقتصادي اړخه ښه ده، په کمپ کې د بيکاره او بې برخليکه ځوان مهاجرو له پاره هم د ناستې يو ګرم ځای دی.
له زړو شيانو استفاده
په ساختګي کمپ کې مهاجر په کوچنيو خيمو کې ژوند کوي. دوی د خپل شاوخوا څخه زاړه شيان راټولوي او کار ورڅخه اخلي، لکه دغه خرابه زړه بخارۍ چې اوس ورڅخه دوي دا ډول کار اخلي.
ډوډې د پخيدو په حال کې
پلاخره ډوډې هم پخيږي. هغه شيبه چې ځوانان ورته په نوبت کې په تمه ناست وي. څرنګه چې ډوډې پخيږي سختو شرایطو دغه ځوانان، تنکي ځوانان او بې سرپرسته ماشومان هم د حالاتو پر وړاندې پاخه کړي دي. دوی اوس هغسې چې په خپلو کورونو کې آسوده او نازولي ول دلته نه دي.