انځورونه: په نړۍ کې د ښځو تر ټولو ډېر د خوښې عطرونه
د عطرو او خوشبويۍ استعمال له لرغونې زمانې راهیسې د مختلفو اقوامو په منځ کې رايج وو. عطر د انسان بويايي حس تر خپل اغیز لاندې راولي. په دغه انځوريز رپوټ کې به د نړۍ په سطحه د ښځو تر ټولو ډير مشهور او د خوښې عطرونه وپيژنئ.
د عصري عطرو توليد کله پيل سو؟
په عصري بڼه د عطرو تولیدات د ۱۹مې پيړۍ په وروستيو کې د شیميايي صنایعو په پر مختک او د وانیلین او کومارین په څیر د مصنوعي خوشبویه موادو په تولید سره رايج شول. فرانسه، هسپانيا، آلمان، امریکا او ایټالیا په نړۍ کې د عطرو مهم صادرونکي هیوادونه دي. فرانسې په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۶ ميليارده ډالرو په ارزښت د عطرو صادرات درولودل.
کلوئه (Chloé)
د کلوئه عطر په همدې نوم د یو فرانسوي شرکټ چې وروسته د ريشمون په نوم یوه سويسي شرکت واخیست، تولید دی. کلوئه عطر له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ښځو له پاره يو تر ټولو محبوب عطر ګڼل کيږي. په دغو عطرو کې د مختلفو ګلانو د خوشبويۍ له ترکيب څخه کار اخیستل شوې دی.
ژوند ښکلی دی(La vie est belle) عطر
د ژوند ښکلی دی عطر (La vie est belle)، د فرانسوي شرکت لانکوم تولید دی. لانکوم له ۲۰۱۲م کال راهیسې د ښځو د عطرو يو تر ټولو مهم او محبوب شرکت ګڼل کيږي. په ترکيب کې يې د نارنج، وانیل او نورو ګلانو خوشبويي کارول کيږي.
کوکو مادمازل (شنل)
د «کوکو مادمازل» عطر هم د یو فرانسوي شرکت «شنل» تولید دی. دا د نړۍ په سطحه د ښځو يو تر ټولو ډير مشهور او محبوب عطر ګڼل کيږي. په جوړښت کې يې د یاسیمن، سره ګلاب یا روز او نورو ګلانو خوشبيي کارول کيږي.
اوپیوم (ایو سن لوران)
اوپیوم د ايو سن لوران شرکت تولید دی. دغه عطر له ۱۹۷۷م کال راهيسي په نړۍ کې د ښځو يوه له محبوبو عطرو څخه دی. د دغه عطر اصلي بوي د قهوې خو په ترکيب کې يې د ډيرو ګلانو خوشبويي کارول کيږي.
دیزي (مارک یاکوب)
په نړۍ کې د ښځو د خوښې يو بل ډیر محبوب عطر، ديزي عطر دی. دغه عطر د امريکا د مود او فیشن د طراح، مارک یاکوب د شرکت دي. د دغو عطرو په جوړولو کې د نورو ګلانو او خوشبويه موادو تر څنګ د ځمکي توت خوشبويي هم کارول کيږي.
لیدي میلیون (پاکو رابان)
د ليدي میلیون عطر د جامو د موډ هسپانوي ډيزاينر، "فرانسچسکو پاکو راباندا کوئروو" دی. د هغه عطر تر ټولو ډیر د پاکو رابان په نوم پيژندل کيږي. په جوړښت کې يې د شاتو، یاسمن، نارنج او نورو ګلانو خوشبويي کارول کيږي.
پیور ماسک (نارسیسو رودریگز)
د ښځو له پاره جوړ پيور ماسک عطر هم په نړيواله سطحه د ښځو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. د دغه عطر مالک نارسیسو رودیګز دی. دغه امریکايي ډیزاينر د یو کاوبای مهاجر زوی دی. په دغه عطر کې د مشکو، نارنج، عنبر او نورو ګلانو خوشبويي کارول شوې ده.
رایزینگ سان (شیسیدو)
د رايزینګ سن یا «د لمر خاته» عطر، د جاپاني شرکت «شیسیدو» تولید دی. رايزینګ سن له ۲۰۱۹م کال راهیسې د ښځو له پاره محبوب عطر ګرځيدلي دي. خوشبويي يې د لیمو، نارګيل، سره ګلاب یا روز او نورو ګلانو له ترکيب څخه جوړه ده.
ښه نجلۍ (کارولینا هررا)
د ښې نجلۍ عطر (Good Girl) د کارولینا هررا په نوم يوې ډيزاينرې ډيزان کړي دي. د مود دغه ډيزاینره ونزويلاي الاصله آمریکایی ده. د دغو عطرو په جوړښت کې د نورو خوشبيو تر څنګ د ککاو او یاسمن ګل عطرونه کارول شوي دي.
سان (جیل ساندر)
د سان یا سن عطر خاونده جیل ساندره ده. هغه د لباسونو یوه آلمانۍ ډيزاينره ده. سن هم د ښځو له پاره يو محبوب عطر ګڼل کيږي. په دغو عطرو کې د تورو انګورو، نارنج، یاسمن او نورو ګلانو خوشبويي ګډه ده.