انځورونه: په تورخم کي څه تيريږي؟
د پاکستان له اړخه د تورخم او سپين بولدک دروازو د پرانيستلو له اعلان سره سم په تورخم کي دواړو غاړو ته په زرونو افغانان ولاړ دي. په دې گڼه گوڼه کي درې کسان مړه سوي. انځوريز راپور.
پاکستان اعلان کړی چي له خپلي خاوري به يوازي هغه افغانان پرېږدي چي افغانستان ته بيرته ستانه سي چي په قانوني پاسپورتونو راغلي وي. خو د افغانستان له اړخه يوازي پاکساني وگړو ته د ورتگ اجازه ورکوي. په تورخم کي په سونو افغانان له پاسپورتونو او وېزو سره پاکستان ته د تگ په موخه بند پاته دي.
د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي دويچه ویله ته وویل چي په تورخم ښارګوټي کې د ډېري ګڼه ګوڼې له امله د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په تورهم کي له پاکستانه راستانه سوي افغانان
د راستانه سوو افغانان ډېری هغه ناروغان دي چي د درملني له پاره پاکستان ته تللي ول.
دغه افغانان له دوو اونيو راهيسي د تورخم په پاکستاني اړخ کي بند پاته ول.
د تورخم دروازې په پاکستانۍ غاړه کي ډېری داسي کسان بند پاته ول چي له تگه لوېدلي ول.
د ماشومانو په گډون ډېر داسي کسان ول چي د راتگ خرڅ ئې هم خلاص سوی وو.
د افغانستان اړخ ته په تورخم دروازه کي ډېر داسي کسان بند پاته دي چي کورونه ئې په پاکستان کي دي او له دوو اونيو راهيسي يې د پاکستان له خوا دروازه پر مخ نړل سوې ده.
په دې ډله کي ځيني ناروغان دي چي غواړي پاکستان ته د درملني له پاره ولاړ سي. له دوی سره وېزه او پاسپورتونه هم سته خو اجازه نه ورکول کيږي.
پاکستان ته د تگ په موخه په تورخم کي بند پاته افغانان.
تورخم کي د بند پاتو کسانو ډېری له اونيو راهيسي پاکستان ته د اوښتو په موخه شپې او ورځي تيروي.