انځورونه: په بابا غره کي طبیعي حوضونه او یخچالونه
په بامیان ولایت کي د بابا د غرونو یوه برخه په دوبي کي هم په واورو پوښلې وي. په دغو غرونو کی ډیر مرمري حوضونه موجود دي چي د سیلانیانو پام ځانته رااړوي. زموږ خبریال نوموړي سیمي ته تللی او دغه انځورونه یی اخیستي دي.
د بابا غرونه د حفاظتي ساحې په حیث
د بابا د غرونو د سلسلې تر ټولو لوړه قلعه «شاه فولادي» نومیږي چی څه د پاسه ۵۰۰۰ متره د سمندر له سطحې څخه لوړه ده. په ۱۳۹۴هجري شمسي کال کی د بابا غرونه، د ښکلو او ډیرو طبیعی منظرو، وحشي حیواناتو لکه پړانگ، لیوان، هوسیو، گیدړو او بیلابیلو مرغانو لکه، باز، او طبي بوټو په لرلو سره، د افغانستان د چاپیریال ساتني د ادارې له خوا د حفاظتی سیمي په توگه اعلان سوه.
ښکلې او بې ساری منظرې
د بابا د غرونو سلسله په افغانستان کي له بې سارې او کمیابي سیمي څخه شمیرل کیږي چي د سیلانیانو د راجلبولو په برخه کي يې هڅي نه دي ترسره سوي. د بامیانو محلي مسوولین وايي چي دغه سیمي ددې ظرفیت لري چي په راتلونکو کلونو کي د افغانستان په یوې توریستي ساحې بدلې سي.
د باباد غرونو په لمن کي طبیعي حوضونه
د سیمه ایزو مسوولینو په خبره، د بابا د غرونو په سلسله کي د آووت، شاه فولادي، او قاضیانو په نامه، شاوخوا ۲۴ حوضونه او کوچنۍ ویالې سته چي ډیري ښکلې او زړه راکښونکي دي.
غرونه په واورو او کنگلونو پټ دي
د بابا په غرونو او په تیره بیا شاه فولادي کي، په ژمي کی ډیره واوره زیرمه کیږي. له همدې کبله زیاتره وخت دغه غرونه په واورو او کنگلونو پوښلي وي.
طبیعی یخچالونه
د بابا د غرونو په سلسله کي په زړه پوري او طبیعي یخچالونه موجود دي چي د هر لیدونکي پام ځانته رااړوي. دغه طبیعي یخچالونه ډیر ښایسته او زړه راکښونکي دي او سربیره پر دې طبیعي حوضونو يې ښکلا نوره هم زیاته کړې ده.
آیا په دوبي کي باید هم سړی تاوده کالي واغوندي؟
هغه سیلانیان چي په دوبي کي د بابا غرونو ته سفر کوي باید تاوده کالي، کافي غذا او غره ته د ختلو له پاره مجهز وسایل له ځانه سره ولري. دا ځکه چي د دې ځای هوا تل سړه وي او غرونو ته ختل هم آسانه نه وي.
هسک غرونه
هسک غرونه، سترې او زړه راکښونکي ډبري، د اوبو ویالې، طبیعي یخچالونه، واورې او طبیعي حوضونه ددې سبب کیږي چي انسان دغه ځای ته د سفر پر وخت د خستگۍ احساس و نه کړي او د طبیعت له ښکلا څخه خوند واخلي.
د زراعتی مځکو اوبول
د بابا د غرونو واوره او کنگلونه د ویالو او لښتیو له پاره د اوبو ښه سرچینه بلل کیږي. هرکال په سونو جریبه زراعتي مځکه د بابا له غره څخه راغلو اوبو په واسطه اوبيږي.
د روانو اوبو ویالې
د بابا په هسکو غرونو کي د اوبو کوچنۍ ویالې ترسترگو کیږي چی پکښي پاکي او روښانه اوبه رواني دي.
په بامیان کي د توریزم د صنعت وده
کارپوهان وايي چي په بامیانو کي د سلانيتوب صنعت، پس له کرهڼي او مالدارۍ څخه د عایداتو دریمه سرچینه بلل کیږي. خو که د بامیانو د لیدو وړ او توریستي سیمي نوري هم خلکو ته وپیژندل سي، نو ددې امکان سته چي په راتلونکې کي به سیاحت د دغه ولایت د عایدانو لومړنۍ سرچینه وگرځي.