انځورونه: له حلب څخه د ملکيانو د انتقال ستونزمن حالت
په حلب ښار کې زرونو کسان محاصره کې قرار لري او د هغو د وښکلو په موخه موقت اوربند دريدلی دی. د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل تر دې مخکې روسيه او ايران سوريه کې د ملکيانو پر ضد جنګي جنايتونو کې پړ بللي وو.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په داسې حال کې چې د حلب ښار ختيځ لور کې په زرونو کسان په محاصره کې پاتې دي، د ملکيانو د وښکلو د پاره موقت اوربند دريدلی دی.
د آلمان خبري آژانس په حواله، هم د اسد رژيم او هم د دولت مخالف ځواکونه د ملکيانو د وښکلو عمليات د دريدو مسئول پيژندل شوي دي.
د سوريې دولت ادعا کوي، چې د مخالفو ځواکونو له لورې د ملکيانو پر موټرو د ډزو کولو له امله، د ملکيانو د وښکلو عمليات د دريدلي دي.
خو مخالف ځواکونه بيا بشارالاسد ته وفا دار ځواکونه پړ ګڼې چې لمړی يې ډزې کړي دي.
د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د پنجشنبې په ورځ (ډسامبر ۱۵مه) د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو مشرانو د غونډې په پای کې ايران او روسيه حلب کې د ملکيانو پر ضد جګړه کې د جنګی جنایتونو په ترسره کيدو کې پړ وګڼل. هغې وويل چې بايد د دغو جنايتونو پلټنه وشي او عاملان يې مجازات شي.
د حلب له ختيځ څخه تر اوسه نژدې اته زره کسان نورو سيمو ته انتقال شوي دي.
په وروستيو ورځو کې د حلب ښار پر ختيځه سيمه باندې د سوريې او روسي ځواکونو د بمباريو له امله د سيمې ډير اوسيدونکي دې ته اړ شول چې له خپلو کورونو څخه ووځي.
حلب ښار څخه د اکثرو تښتيدلو کورنيو د برخليک په باب معلومات په لاس کې نشته.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله، یو شمير کسان چې د حلب له ختيځې سیمې څخه تښتيدلي وو، د سوريې د پوځ لخوا نیول شوي دي.
د هغو کسانو لپاره چې د حلب په ختيځ کې ژوند کوي، ژوند د هرې ورځې په تيريدو سره لا سختيږي. دلته کورونه ويجاړ شوي او خوراکي مواد لږ پيدا کيږي. روغتيايي خدمات هم په ډیر بد حالت کې قرار لري.
حلب تر نژدې تيرو کلونو پورې د سوريې يو ستر فرهنګي ښار او اقتصادي مرکز ګڼل کيده، خو وروسته د کورنيو جګړو په مرکز واوښت. اوس د دغه ښار يوازې کنډوالې پاتې دي.
بشارالاسد ځواکونو په نوامبر میاشت کې د ياغيانو څخه د حلب ښار د بيرته نيولو په مقصد، ستر تعرضي عمليات پیل کړل.
د حلب پر ښار پوځي عملياتو څو اونۍ دوام وکړ، بلاخره دولتي ځواکونه وتوانيدل چې د روانې (دسامبر) مياشت په لمړيو کې د دغه ښار ډيرې برخې ونيسي.
وروسته له هغې چې د بشارالاسد ځواکونو د روسيې ځواکونو او د شعيه ډلو د جنګياليو په مرسته د حلب ښار ختيځ کې زياتې سيمې ونيولې، د ملکيانو د وښکلو خبرې هم څو ځله مطرح شوې، خو کوم ځای يې ونه نيوه.