انځورونه: له ایرانه د افغان مهاجرو ډله ایز اخراج ادامه لري
د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې له ایران څخه ۲۴۲۵۰۰ افغانان چې اسناد یې نه لرل اخراج شوي دي. په اسلام کلا کې د مهاجرو د هرکلي له پاره سالونونه جوړیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان تازه رپوټ ښيي چې د اپریل میاشتي له ۲۹مې نیټې څخه د می تر پنځمې نېټې پورې ۱۹۰۵۸ افغان مهاجر له ایران څخه اخراج شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي دي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې له دغو مهاجرو څخه ۷۴۶۴ يې د نیمروز ولایت د میلک له پولې او ۳۷۱۵ کسان بیا اسلام کلا ته اخراج شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې د دې تر څنګ ۵۳۱۵ افغان مهاجر چې اسناد یي نه درلودل پخپله خوښه د اسلام کلا او ۲۵۶۴ تنه بیا د میلک له پولې افغانستان ته بیرته راستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د دغه رپوټ په حواله د اخراج شوو مهاجرو په منځ کې ۱۱۹ کوچنیان ول چې بې له کومه سرپرسته له ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.
په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په ۴۰ مواردو کې اخراج شوو کسانو صحي خدماتو ته اړتیا لرله.
په هرات کې له «نارویژین ریفوجي کونسل» څخه خادم حسین رحیمي وایي، چې د دوی ارزونې ښيي چې هر کال ۵۰۰ زره افغان مهاجر د اسلام کلا او میلک له سرحدي لارو افغانستان ته اخراجیږي.
دغې موسسې اوس په نزدې وختونو کې د هغو مهاجرو د هرکلي له پاره د يوې ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي دي چې د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته اخراجیږي. پر دغي ودانۍ ۴۰۰ زره یورو لګښت راځي.
د يادي موسسې او په هرات کې د کډوالو د راستنېدونکو چارو ریاست مسئولينو د دوشنبې په ورځ له ایران سره د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې د دغو ودانیو د بنسټ ډبره کیښوده.
په هرات کې د کډوالو چارو مسئولین وایي چې دغه سالونونه به پر ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه باندي په ستندرد ډول په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړ شي.
د هرات ولايت د مهاجرو چارو ادارې مشر احمد جاوید نادم، وایي چې دغه سالونونه د اوسیدو، ډوډۍ خوړلو، کنفرانس او اداري چارو له پاره خوني او په یوه وخت به د ۷۰۰ مهاجرو د ځایدو ظرفت هم ولري.
هغه ویلي دي چې تر دې دمخه به له ایران څخه اخراج شوي افغان مهاجر په سرحدي سیمه کې په خیمو کې ثبتیدل، چې دې کار د کال په بیلو بیلو موسمونو کې ستونزې درلودي.
هغه وويل چې د افغان مهاجرو اخراج زیات دی او په سرحدي سیمو کې چې له لارې یې دغه مهاجر اخراجیږي، د امکاناتو کمښت د اندیښنې وړ دی: «د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې د کډوالو د ښه راغلاست له پاره دغه نوی جوړیدونکی مرکز به مهاجرو ته د رسیدګې په برخه کې مرسته وکړي.»
یو شمیر افغان مهاجر چې له ایران څخه اخراج شوي دي، د ایران د پولیسو له چلن څخه شکایت کوي. هغوی وایي چې له ایران څخه د هغوی د اخراج پرمهال پولیسو وهلي او ښکنځل يې ورته کړي دي او آن نغدې پیسي يې هم ترې اخیستي دي. په اسلام کلا کې د مهاجرو د ادارې د پيژندنې چارو مدیر سید احمد هم له افغان مهاجرو سره د ایران د پولیسو نامناسب چلن تائیدوي.
په اسلام کلا کې د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) استازی بصیر احمد رحیمي، وایي چې د دوی اداره له اخراج شوو مهاجرو سره د خوړو، کاليو او خپلو اصلي ټاټوبو ته د مهاجرو د لیږد په برخه کې مرسته کوي. خو له دې سره سره د دغه سازمان له لوري د خپاره شوي رپوټ په حواله د اپریل میاشتې له ۲۹ څخه د می تر پنځمې نیټې پورې له ایران څخه د راستنو شوو او اخراج شوو ټولو مهاجرو یوازې له څلور سلنه کسانو سره مرسته شوې ده.