انځورونه: ستاره ولي خپل د والدینو په خوښه د هلکانو کالي اغوندي؟
ستاره وفادار هم د نورو نجونو په شان غواړي اوږده ویښتان ولري، خو دغه ځوانه افغانه څه د پاسه یوه لسیزه کیږي چي د خپل مور او پلار په خوښه د هلکانو کالي اغوندي او د هغوی له پاره د یوه هلک نقش لوبوي. د هغې ژوند آسانه نه دی.
د نارینه وو په شان کالي اغوستل د ستارې سره مرسته کوي چی هغه د افغانستان په نارینه واکمنه ټولنه کي د یوه هلک کارونه پر مخ يووسي. د ستارې مور او پلار زوی نه لري او دا یې مجبوره کړې ده چي د هلکانو کالي واغوندي او د هغوی له پاره د یوه زوی کارونه تر سره کړي. خو د ستارې پلار «نور» وایی چي، که مي زوی لرلای نو لور به مي نه وای پری ایښې چي د هلک کالي واغوندي او ژوند به یې آرام او خوشحاله وای.
ستاره چي اوس ۱۸ کلنه ده، په یوه بې وزله کورنۍ کي چي کار یې د خښتو جوړول دي، ژوند کوي. دغه کورنۍ د ننگرهار په یوه ناآرامه ولسوالۍ کی اوسیږي. ستاره هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د ماښام تر پنځو بجو پوري د خښتو په کُره کي ۵۰۰ خښتي جوړوي او ددې کار په مقابل کی یوازي ۱۶۰ افغانۍ ورکول کيږي.
هر سهار هغه د نارینه کالي او بوټونه اغوندي او خپل لنډ خُرمايي ویښتان په یوه دستمال کي پټوي. دا خپل نازک آواز د نارینه وو په شان کوي، ترڅو د یوه هلک په ډول معلومه سي. هغه مجبوره ده کار وکړي دا ځکه چي کورنۍ یې د خښتو د کُرې له خاوند څخه ۲۵ زره افغانۍ پوروړې ده، تر څو د مور د شکرې د ناروغۍ درملنه یې پرې وسي.
ستاره د یوه هلک په شان له خپل زاړه پلار سره د خښتو په کُره کي کار کوي. دا مجبوره ده په اونۍ کي شپږ ورځي دلته شاقه کار وکړي، ترڅو د کور خرڅ پوره کړي. ستاره وايي چي «زه هیڅکله دا فکر نه کوم چی یوه نجلۍ یم.»
ستاره وايي چي مور او پلار یې هم هغه د خپل زوی په شان قبوله کړې ده. هغه وايي«پلار مي تل راته وايي چي ستاره زما د مشر زوی په شان ده» ستاره حتی د نارینه وو په فاتحه کي هم ځیني وخت د کورنۍ د مشر زوی په حیث گډون کوي. دا هغه کار دی چي د یوې نجلۍ په توگه یې کول ناممکن دی.
په افغانستان کي چي سخت محافظه کاره او مذهبي هیواد دی، د هلکانو په شان کالي اغوستل، لرغونی تاریخ لري. په داسي یوه هیواد کي چي په کورنیو کی هلکانو ته د نجونو په پرتله ډیره ترجیع ورکول کیږي. د ستارې پلار وایی«د کور ټول مسئولیت زما او د ستارې پر غاړه دی. موږ باید نفقه برابره او پورونه بیرته ادا کړو».
کله کله داسي کورنۍ چی نارینه اولاد نه لري خپل په نجونو د هلکانو کالي اغوندي. ددې کار بل علت دادی چی په دې ډول په ټولنه کي د نجونو له زوروني څخه هم مخنیوی سوی وي. د ستارې پلار وایی« پاک خدای هغوی ته زوی نه دی ورکړی او دی مجبور دی چي په خپلي لور د هلک کالي واغوندي تر څو د کور په خرڅ کی مرسته ورسره وکړي.»
ځیني وخت د آزادۍ په خاطر په خپله نجوني هم غواړي د هلکانو کالي واغوندي، دا ځکه چي په افغاني ټولنه کي تر اوسه هم د ښځو آزادي ډیره محدوده ده او په یو ډول نه یو ډول، هغوی ته په ټولنه کي د دوهمې درجې کسانو په سترگه کتل کیږي. خو ستاره وايي چي د هلکانو کالي اغوستل ورته آزادي نه، بلکی ستونزې راپیدا کړي دي. هغه زیاتوي: «زیاتره کسان راته وايي چي ته اوس پیغله سوې يې او نور باید له کوره ونه وځې.»
که څه هم زیاتره هغه نجوني چي د هلکانو کالي اغوندي، کله چي بلوغ ته ورسیږي نور کار نه کوي او په کور کی پاتیږي، خو ستاره وايي چي دا غواړي چي د خښتو په کُرو کي د خپل ځان د ساتنې له پاره دا کار ته ادامه ورکړي. دا وايي«کله چی کار ته ځم نو زیاتره کسان په دې نه پوهیږي چي زه یوه نجلۍ یمه».
ستاره له اته کلنۍ څخه د خښتو په کُره کي کار کوي. هغه د خپلو نورو څلورو خویندو لار تعقیبوي چي د مکتب پر ځای یې د خښتو په کُرو کي کار کړی دی. ستاره وايي:«که خلک پوه سي چی یوه اتلس کلنه نجلۍ د خښتو په کُره کي کار کوي نو ستونزي به راته پیدا کړي.» د ستارې خویندو هم یو وخت د خښتو کار پریښود، په کور کي کښیناستلې او بلاخره یې ودونه وکړل.