انځورونه: دغه کسان په ماشومتوب کې له جنګه روغ وتلي دي
د نامتو عکاس، دومينيک نار، دغه انځورونه هغه کسان راپېژني چې د تېرې پېړۍ له لويو جنګونو څخه ژوندي راوتلي دي. نوموړي د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سلمې کليزې له پاره يو کتاب هم ورڅخه جوړ کړی دی.
آمل، لبنان
آمل (مستعار نوم) د سوريې د حمص له کلابند ښار څخه د اوو کلونو په عمر ووتله. هغه اوس په لبنان کې د کډوالو په کمپ کې اوسي. دغه ۱۱ کلنه يوه خوابدې او غلې نجلۍ ښکاري. خو د دومينيک نار په دغه عکس کې يې د تعجب وړ ډاډ هم ښاره کړ. نار د دغه عکس له کبله داسې متاثره شو چې د نورو کسانو په هکله يې د عسکونو يوه لړۍ ورڅخه جوړه کړه.
ائيولين بريکس، آلمان
د کتاب د پروژې عنوان «زه ژوندۍ/ژوند يم» دی چې د سيف دې چيلدرن ټولنې د سلمې کليزې په وياړ جوړيږي. دغه ټولنه په بريتانيا کې په ۱۹۱۹ کال تاسيس شوه څو له جګړې د اغېزمن شوو ماشومانو سره مرسته وکړي. په کتاب کې د داسې کسان معرفي کيږي چې له يوې شخړې ژوندي راوتلي وي.د ائيولين بريکس په ۱۹۴۶ کال کې د دغې ټولنې له خوا هغه خوراکي توکي په ياد دي چې د مرستې په توګه به ورته رسېدل. دا هغه مهال ۱۴ کلنه وه.
وانېسا نتاکيروتيمانا، روانډا
وانېسا پنځه کلنه وه چې د توتسي قوم د سلو ورځو په ترڅ کې تقريبا يو ميليون خلک په ۱۹۹۴ کال په روانډا کې ووژل. هغې وکولی شول له خپلې مور او خويندو ورونو سره وتښتي، خو د تېښتې پر مهال يو له بله ورک شول. د ماشومانو د ژغورنې ټولنې د لټون سربېره د هغې مور او پلار هيڅکله بيا پيدا نه شول. د دغه ټکان اغېزې د عکاس دومينيک نار په خبره د هغې د ليدلو په طرز کې لا تر اوسه له ورايه ښکاري.
خوزې ديويد ريوس، کلومبيا
د دومينيک نار د تازه عکسونو تر څنګ د شخړې د مهال عسکونه هم ورسره چاپيږي. د زړو عکسونو په مرسته داسې کسان هم پیدا شول چې د ماشومانو ژغورنې ټولنې د پروګرامونو څخه مستفيد شوي ول. ښۍ خوا ته کلومبيايي، خوزې ديويد ريوس (مستعار نوم) ليدل کيږي چې ۱۷ کلن دی او له ملګرو سره يې ساعت تېر دی. هغه د ۹ کلنۍ پر مهال د فارک ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ژوبل شوی وو.
د افغانستان شخړې
د ۱۱ ژوندي پاتې شوو کسانو تر څنګ نار په خپلو انځورونو کې منظرې او د ورځني ژوند صحنې هم راوړې دي. ځينې تور او سپين انځورونه د رنګه عکسونو تر څنګ راغلي دي څو داسې وښودل شي چې جګړه پخوانۍ ده، خو پر ننني ژوند يې تاثيرات لا پاتې دي.
ايريش کارل، آلمان
د عکسونو د لړۍ تر ټولو ستره ننګونه د لومړي نړيوال جنګ د يوه ژوندي پاتې شوي کس موندل وو. دا هغه وخت و چې کله د ماشومانو د ژغورنې ټولنه رامنځ ته شوه څو د آلمان او اتريش-هنګري د امپراتورۍ له وږو ماشومانو سره مرسته وکړي. د سترګو يو داسې شاهد وموندل شو: ايريش کارل چې سږ کال د ۱۰۷ کالو عمر لري. د هغه لا هغه د تواده چاکليټ مشروب ياد دی چې په ۱۹۱۹ کال کې يې د تغذيې له يوه پروګرام څخه تر لاسه کړ.
راجيه، بنګله دېش
د «زه ژوندی يم - دا چې ماشومان څنګه د جګړو له يوې پېړۍ ژوندي راووتل» کتاب د لسو کسانو کيسې رانغاړي چې علاوه پر هغوی يو کوچنی ماشوم هم پکې شته: راجيه يوه له هغو ۱۱۹ ماشومانو څخه ده چې د ۲۰۱۸ کال د جولای او ۲۰۱۹ کال د می مياشتې تر منځ وزېږېدل. د هغوی د کډوالو کمپ سيف دې چليدرن د هغو روهينګيايانو له پاره جوړ کړی و چې له ميانمار څخه تښتېدل.