انځورونه: د ژوند له پاره د نړۍ ۱۰ تر ټولو ښه ښارونه
«ایکونومیست مجله» هر کال د نړۍ له ۱۴۰ ښارونو څخه د ژوند له پاره لس تر ټولو ښه انتخابوي. په ۲۰۱۸ کال کې ویانا لومړی مقام ګټلی. ښارونه د روغتیایې خدماتو، کلتور، زده کړې او ترهګرۍ خطر د معیارونو پر اساس درجه بندي کیږي.
۱. ویانا
د ژوند له پاره په لسو بهتره ښارونو کې د اتریش هیواد ویانا ښار لومړی مقام ترلاسه کړی دی. په دې توګه ویانا د ملبورن ښار چې پخوا یې اول مقام درلود شاته پاتې پریښی دی.
۲. ملبورن
د استرالیا ملبورن ښار چې تر اوسه پورې یې په دې لیست کې لومړی مقام درلود سږ کال يې په دویم مقام کې ځای نیولی دی.
۳. اوساکا
د اوساکا ښار چې ۲،۷ میلیونه نفوس لري تر توکیو او یوکوهاما وروسته د جاپان تر ټولو دریم لوی ښار دی. د جاپان دغه مهم تجارتي او صنعتي ښار د خپلو مهمو بندرونو له کبله هم مشهور دی او د ژوند د بهتره شرایطو له کبله یې په دریم مقام کې ځای نیولی دی.
۴. کلګرې
کلګرې د کاناډا په البرتا ایالت کې واقع دی او د دې هیواد څلورم لوی ښار دی. . په ۱۹۸۸ کال کې د لومړي ځل له پاره د ژمني المپيک لوبې دلته ترسره شوې وې.
۵. سیدني
په دې انځور کې د استرالیا د سدني د مشهور اوپرا تالار لیدل کیږي البته په شپه کې. دا تالار د عصري معماري یوه ډیره ښایسته نمونه ده. هر کال د نړۍ له مختلفو برخو څخه سیلانیان د دې معمارۍ او ساختمان لیدو ته راځي.
۶. ونکوور
ونکوور، د کاناډا هیواد د بریتش کلمبیا ایالت مهم ساحلي ښار دی.
۷. تورنتو
تورنتو، د کاناډا تر ټولو ګڼ میشته ښار دی. دا د دې هیواد دریم ښار دی چې د "اکونومیست" مجلې له خوا په لسو برترو ښارونو کې شامل شوی دی.
۸. توکیو
د جاپان پلازمېنه توکیو چې ۱۳ میلیونه نفوس لري، له اوساکا سره د جاپان دویم ښار دی چې د لسو بهترو ښارونو په لست کې شامل شوی دی.
۹. کوپنهاګن
د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن د ژوند له پاره د لسو بهتره هیوادونو په لست کې په نهم مقام کې ځای نیولی دی.
۱۰. ادلاید
ادلاید، د جنوبي استرالیا ایالت مرکز او بندري ښار دی. دا وروسته له سدني څخه د استرالیا دویم ښار دی چې د نړۍ د لسو بهتره ښارونو په کتار کې یې ځای نیولی دی.