انځورونه: د نړۍ د اکثرو هېوادونو نومونه له کومه راغلي دي؟
د Quartz خبري پاڼې موندلې چې ۴ شيان د نړۍ د تقريبا ټولو هېوادونو نومونه تعيينوي: د هېواد د موقعيت تشريح، د هېواد کومه خاصه نخښه او د کوم قوم يا کوم مهم شخص نوم. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نومونه او ريښه يې دلته وپېژنئ:
سويلي کوريا
آيا پوهېدئ چې سويلي کوريا په کوريايي ژبه کوريا نه، بلکې «دايهان» بلل کيږي؟ دای «لوی/ستر» ته وايي او هان د ميلاد مخکې د دويمې پېړۍ درو قومونو ته ويل کيږي چې په ننۍ کوريا کې مېشت ول. د حيرانتيا خبره دا ده چې هان هم د لوی معنی لرلی شي، خو هغه د چين له مشهور هان قوم سره بيا هيڅ تعلق نه لري سره له دې چې نومونه يې سره ډېر ورته دي.
ګانا
ګانا يا غانا د ۹مې تر ۱۳مې ميلادي پېړۍ پورې د يوې امپراطورۍ نوم وو. پخوانو عربو په خپلو جغرافياوي اثارو کې دغه سيمه «د سرو زرو هېواد» يا د «سرو زرو ساحل» هم بللی دی. دغه امپراطوري په ۱۳مه پېړۍ کې د منځه ولاړه، خو په ۱۹۵۷ کال کې تر خپلواکۍ اخيستلو وروسته تصميم ونيول شو چې د ملي هويت د يوې برخې په توګه دغه زوړ نوم بيا راژوندی کړل شي.
بورکينا فاسو
بورکينا فاسو بيا «د صادقو/رښتينو انسانانو/وګړو هېواد» معنی ورکوي. دغه هېواد په ۱۹۶۰ کال کې خپلواکي تر لاسه کړه. هغه د استعمار پر وخت پر «هوت ولتا» يعنې د ولتا سيند په برې برخې پورې نومول شوی وو. دغه هېواد د نړۍ يو تر ټولو غريب هېواد بلل کيږي، خو مختلف توکمونه پکې په سوليز ډول ګډ ژوند کوي. اوسنی نوم د کيڼ اړخي ولسمشر توماس سانکارا له خوا ورته ټاکل شوی دی چې په ۱۹۸۳ کال کې قدرت ته رسېدلی وو.
ايسلند
د ايسلند نوم د دغه هېواد په يوې نخښې پورې نومول شوی دی. ايس يا آيس يخو او کنګلونو ته وايي ځکه چې د دغه ټاپو سطح ډېر يخی او کنګلونه لري. دغه نوم ښايي په ۹مه ميلادي پېړۍ کې لا د شمالي اروپا د ناقلينو له خوا ورته ټاکل شوی وي.
ايست تيمور
د ايست تيمور يا ختيځ تيمور نوم له مالايي ژبې څخه راوتلی چې په اندونيزيا او ملایزيا کې د ژبې يوه کورنۍ ده. دا چې په مالايي ژبه کې تيمور ختيځ ته وايي، نو د ايست يا ختيځ تيمور تحت اللفظي ژباړه د ختيځ ختيځ معنی ورکوي. دا هم د دغه هېواد يوه نخښه ده ځکه چې هغه د يوه ټاپو په ختيځ کې پروت دی.
کلومبيا
ډېر هېوادونه هم په مهمو تاريخي شخصيتونو پورې نومول شوي دي. يو مثال يې کلومبيا ده چې په کريستوف کلومبوس پورې نومول شوی يو هېواد دی. کريستوف کلومبوس يو ايټالوی کښتۍ چلونکی و چې د هسپانيې په خدمت کې يې په ۱۴۹۲ م کال امريکا کشف کړه. نوموړی څه باندې ۵۰۰ کاله پخوا د باهاما ټاپوګانو ته رسېدلی وو او د امريکا د لويې وچې کشف کوونکی بلل کيږي.
فيليپين
د فيليپين هېواد په پاچا دويم فيليپ پورې نومول شوی دی چې په ۱۶مه م پېړۍ کې د هسپانيې واکمن وو. يوه هسپانوي ماجراغوښتونکي، روی لوپېس دې ويلالوبوس، دغه ټاپو وزمه هېواد کشف کړی او د خپل پاچا په وياړ يې په هغه پسې نومولی وو.
الجزاير
د دنيا څلورمه برخه هېوادونه خپل نومونه د خاورې او اوبو له څرنګوالي اخلي. الجزاير په عربي کې ټاپوګانو ته وايي. دا ځکه چې د دغه هېواد پلازمېنې داسې يو بندر درلود چې واړه ټاپوګان پکې پخوا موجود ول. خو دغه ټاپوګان وروسته له خاورې سره وصل يا د بندر په جوړولو کې سره عيار شول. وروسته بيا ټول هېواد په پلازمېنې پسې مسمی شو.
مونته نېګرو
مونته نېګرو په صربي-کرواسي ژبه کې «څرنه ګوره» بلل کيږي چې د «تورو غرو» معنی ورکوي. د پښتو «غر» لغت هم له ګوره لغت سره عين ريښه لري. مونته نېګرو د دغه هېواد په سويل لويديځ کې د لوفچن غره او د غرونو په دغې لړۍ پسې نومول شوی دی.
کوستا ريکا
د کوستا ريکا يعنې «بډای ساحل» د نوم اصل لا صحيح معلوم نه دی. خو داسې اټکل کيږي چې کريستوف کلومبوس چې کله دغه ساحلونه کشف کړل، نو په دغه سیمه کې يې هغسې بومي وګړي ليدلي ول چې د سرو زرو شيان به يې په لاسونو کې له ځان سره نيولي ول.
افغانستان
افغانستان هم په يوه قوم پسې نومول شوی دی. سره له دې چې دغه هېواد يا د دغه هېواد ځينو برخو نور تاريخي نومونه هم درلودل، خو د افغانستان نوم د سيفي هروي د تاريخنامه هرات په استناد په ۱۳ پېړۍ کې لا موجود و چې چنګيز خان ورباندې حمله کړې وه. د تاريخ په اوږدو کې د روه، خراسان، ميراسان، طخارستان، پښتنخا، اراکوزيا او آريانا په څېر نور نومونه هم د دغه هېواد د ځينو برخو له پاره کارول شوي دي.
منبعې: د Quartz او Travelbook او ويکي پيډيا پاڼو څخه په الهام/د نسيم صابر ليکنه