انځورونه: د نړۍ تر ټولو ګران بيه ښارونه کوم دي؟
د ښارونو وروستۍ درجه بندي ښيي چې پاریس، هانگ کانگ او سینګاپور د نړۍ تر ټولو قيمتي ښارونه دي. تر ټولو قيمتي ښارونه په آسيا او اروپا کې دي. اوس د امريکا متحده ايالتو ځينې ښارونه هم په دې ډله کې ورګډ شوي دي.
پاريس - لومړی مقام
پاريس ته د مينې او رڼا ښار هم وايي. اوس پاريس، سنګاپور او هانگ کانگ د نړۍ لومړۍ درجه تر ټولو قيمتي ښارونه ګڼل کيږي. په تيرو۳۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ښارونو په درجه بندۍ کې د نړۍ درې ښارونه په لومړي مقام کې ځاي نيسي. په انځور کې د پاريس شانزه ليزه واټ وينئ!
هانگ کانگ - لومړی مقام
د رپوټ ليکوالان د ښارونو د درجه بندۍ په موخه د نړۍ په ۱۳۳ ښارونه کې د ۱۵۰ مواردو په اړه تحقيقات او څيړنې کړي، لکه د خوراکي موادو، ترانسپورت، د اوسيدو د ځای کرايې او د جامو نرخونه. روښانه شوې چې تيرکال په هانگ کانگ کې نرخونه خورا پورته شوي ول.
سنګاپور - دريم مقام
سنګاپورد اکثرو هغو سيلانيانو له پاره چې غواړي آسيا ته سفر وکړي دوهم تر ټولو د خوښې ښار، ګڼل کيږي. سنګاپور له ډيرو کلونو راهيسې د نړۍ د مهمو ښارونو په درجه بندۍ کې ځای لري. د دې ترڅنګ دا د آسیا یو تر ټولو مهم اقتصادي هیواد هم ګڼل کيږي.
زوريخ - څلورم مقام
د سويس دغه ښار چې يو کال مخکې په دوهم ځای کې وو، په ۲۰۱۹م کال کې څلورم ځای ته راکښته شوی. په زوريخ ښار کې په ځانګړې توګه د فراغت وخت تيرول ډير ګران تماميږي. د بيلګې په توګه د بيرو يو کوچنۍ بوتل پکې په اوسط ډول ۳،۲۵ يورو خرڅيږي. لس کاله مخکې دغه بيه ۱،۶۸يورو وه.
اوساکا او ژنيو: پنځم ځای
د جاپان اوساکا (انځور) او د سويس ژنيو، د نړۍ پنځم تر ټولو قيمتي ښارونو ځای خپل کړی دی. تيرکال اوساکا په شپږم ځای کې وو، په دغه ښار کې اوس نرخونه ډير لوړ دي. اوس په ژنيو کې د يوه کيلو ډوډۍ بيه ۶،۶ ډالره ده. په ۲۰۱۸م کال کې حتی ۶،۴۵ يورو ته پورته شوې وه.
نیویارک، کوپنهاګن او سئول - اووم مقام
نيويارک (انځور)، کوپنهاګن او سئول سږکال د نړۍ په ۷مه درجه تر ټولو قیمتي ښارونو کي راغلي دي. د بيلګې په توګه د ډنمارک په کوپنهاګن کې د تفريحي ځايونو او ترانسپورت مصارف ډير لوړ دي. نيويارک بيا دغه ځای ته له شپږمې درجه راښکته شوی. دا د ډالرو له ارزښت سره هم تړاو لري.
تل ابیب - لسم ځای
تل ابيب سږکال د منځني ختيځ يوازينی ښار دی چې د نړۍ د لسو تر ټولو قيمتي ښارونو په نوملړ کې راغلی دی. د اسرائيلو په دغه ښار کې په ځانګړې توګه د کورونو، موټرو او د موټرو د بيمې بیې خورا ډيرې لوړې دي.
لاس انجلس - لسم مقام
د امريکا متحده ايالتونو لاس انجلس ښار هم د تل ابيب سره په لسم ځای کې راغلی دی. تيرکال دغه ښار په ۱۴م ځاي کې وو. په لاس انجلس کې چې ډير فلمي اداکاران ژوند کوي، نرخونه پکې په ډيرې چټکۍ سره لوړ شوي دي.
کاراکاس - ۱۳۳م ځای
د وينيزويلا په دغه ښار سره د ۱۳۳ ښارونو درجه بندۍ بهير هم پاي ته رسيږي. اقتصادي وضعيت په ټوله وينيزويلا کې د تيرکال په پرتله په ډيره شديده توګه خراب شوی دی. له حده زيات تورم او د عامه خدماتو له منځه تلل د وضعيت د خرابيدو ستر لاملونه ښودل کيږي. ليکونکې جنيفر واګنر/پ.ع/ع.ف/م.ک.ص