انځورونه: د نړۍ تر ټولو محبوب خواړه کوم دي؟
ډېري هغه شيان چې يې خورو، اصلا د نړۍ له نورو برخو څخه راځي. دا چې کوم خوراکي توکي له کومو هېوادونو څخه سرچينه اخلي، د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ځان ته معلومولی شئ.
نيمه نړۍ وريژې خوري
وريژې اصلا له چين څخه دي. نن سبا د نړۍ څه باندې نيمه برخه اوسېدونکي وريژې خوري. د يو کليو وريژو د توليد له پاره ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ ليټره پورې اوبه پکار دي. د خوړو نړيوال سازمان د وريژو له ډېر خوراک څخه خبرداری ورکړی دی ځکه چې په ډېرو سيمو کې د ارسن په نوم زهرجن مواد په اوبو کې وي.
غنم مو روزمره ډوډۍ ده
د ۷۰۰۰ کلونو راهيسې د مديترانې په سیمه کې غنم کرل کيږي. د ډوډۍ يا مکاروني په شکل هغه په تر ټولو مهمو خوړو کې شمېرل کيږي. تر ټولو ستر توليدونکي هېوادونه يې د امريکا متحده آيالات، چين، هند، روسيه او فرانسه دي.
جوار، د جنوبي امريکا سوغات
جوار د مرکزي مکسيکو څخه دي چې اوس په ټوله دنيا کې کرل کيږي. يوازې ۱۵ سلنه جوار د انسانانو د خوراک له پاره وي، ځکه چې لويه برخه يې ژويو ته ورکول کيږي. د خوراکي موادو صنعت ورڅخه د ګلوکوز ټينګ شربت جوړوي چې په نورو خوراکونو کې کارول کيږي. د امريکا په متحده آيالاتو کې ۸۵ سلنه جوار په ارثي يا جنتيک ډول بدل کړل شوي دي. نور هېوادونه هم په دې لاره پل ږدي.
کچالان، د اند د غرونو څخه راځي
د کچالانو يا پټاټو ننني ډولونه د جنوبي امريکا د اند غرونو له پټاټو څخه سرچينه اخلي. له څه باندې ۳۰۰ کلونو راهيسې دغه بوټی په اروپا کې هم کرل کيږي. خو چين، هند او روسيه نن سبا تر ټولو زيات کچالان کري.
بوره، ګنی، جوغندر
ګنی له ختيځې آسيا څخه راځي چې د ۲۵۰۰ کلونو راهيسې ورڅخه ګټه اخيستل کيږي. هغه اوس تر ټولو زيات په برازيل کي کرل کيږي. د نړۍ په بازارنو کې ګنی د بورې د جوغندر په پرتله ارزانه وي. دغسې خواږه جوغندر په اروپا کې کرل کيږي چې ورڅخه بوره جوړيږي.
قهوه، توره او خوندوره ده
قهوه يا کافې اصلا له اتيوپيا څخه ده. په ټوله دنيا کې ۲۵ ميليونه انسانان د قهوې په کرلو خپل ژوند تامينوي. د قهوې بيه د نړيوالو بازارونو په تقاضا پورې اړه لري.
چای تر ټولو محبوب څښاک دی
چای له چين څخه راځي او د اوبو وروسته تر ټولو محبوب څښاک بلل کيږي. هره ثانيه څه باندې ۱۵ زره پيالې چای څښل کيږي. نن سبا په کېنيا، سري لنکا او هند کې تر ټولو زيات چای کرل کيږي.
کاکاو د خوږو شيانو له پاره کاريږي
د جنوبي امريکا په شمال کې اڅتېک قومونو له کاکاو پليو څخه د پيسو په صفت کار اخيسته. ځينې مشروبات يې هم ورڅخه جوړول. نن سبا له کاکاو څخه چاکلېټ او خواږه شيان جوړيږي. کاکاو يو ډول څښاک ته هم وايي چې شودې پکې استعماليږي.
کېله د حاروي سيمو اصلي مېوه ده
کېله په ټوله نړۍ تر ټولو محبوبه مېوه ده. هغه اصلا له جنوب ختيځې آسيا څخه ده. تر ټولو ستر صادرونکي هېوادونه يې په لاتينه امريکا او کاريبين کې دي.
د پېړيو راهيسې له نورو لېرې پرتو سيمو څخه خوراکي مواد راوړل شوي دي، چې دې ته د نړيوال کېدنې لومړی پړاو ويل کېدای شي. د حاروي زراعت په نوم نړيوال مرکز چې مخفف يې CIAT دی، په يوه څېړنه کې د ننيو خوراکونو او مشروباتو اصل پلټلی دی. د څېړنې پايلې دلته په انځورونو کې ليدلی شئ.