انځورونه: د سولي مشورتي لويه جرگه او د کابل خالي سړکونه
د مشورتي لويي جرگې نن دريمه ده. د امنيتي دلايلو له کبله په کابل کي ډيري لاري بندي دي. انځورونه يې دلته کتلای سئ.
د سولي مشورتي لويه جرگه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹مه) په کابل کي پيل سوه. جرگه د څلورو ورځو له پاره رابلل سوې وه، خو اوس داسي ويل کيږي چي کیدای سي وخت يې وغځيږي.
افغان حکومت دغه جرگه په داسي حال کي رابللې ده چي د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو د استازو تر منځ د خبرو نوی پړاو پيليږي.
جرگه د ولسمشر غني له خوا رابلل سوې ده، څو گډون کوونکي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو حدود او چوکاټ وټاکي. جرگې ته ۳۲۰۰ کسان د ټول هيواد او دباندي رابلل سوي دي.
د جرگې مشر عبدالرب رسول سياف وټاکل او د سه شنبې په ورځ د جرگې له پاره معاونين او منشيان وټاکل سول.
د سه شنبې په ورځ د ۵۱ کمېټو رئيسان او منشيان هم وټاکل سول. هره کمېټه نزدې ۸۰ غړي لري.
د سولي د مشورتي لويي جرگې د سمي يوه بله څنډه.
د کابل ښار پر لويو سړکونو داسي لوحې ځوړندي سوي چي خلکو ته يې د سولي د راتلو اميدونه پيدا کړي دي.
عام وگړي د جرگې له ستازو غواړي چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره پر يوه گډه تگلاره موافقې ته سره ورسيږي.
د کابل ځيني لوی سړکونه او په ځانگړې توگه هغه لاري چي د لويي جرگې سيمي ته غځېدلي دي، سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او سړکونه بند دي.
د جرگې په سيمه کي د خبريالانو فعال حضور، خو دوی د کمېټو د بحثونو ځای ته نه پرې ښوول کيږي.
حکومت د لويي جرگې د ښه ترا ترسره کيدو له پاره په کابل کي يوه اوونۍ رخصتي اعلان کړې ده.
د کابل ښار یوه بله ځنډه.