انځورونه: د سرطان د مخنیوي ۱۲ لارې
اوس ساینس پوهان په دې خبره پوهیږي چې سرطان څرنگه رامنځ ته کیږي. نو له همدې کبله هر څوک کولای شي د دې ناروغۍ پر ضد اقدام وي.
برخلیک مو په خپل لاس کې دی
یوازي سګريت د هرو پنځو تومورونو له ډلې څخه د یوه د رامنځ ته کیدو سبب دی. سګرت نه یوازې د سږي سرطان رامنځ ته کوي، بلکې د نورو ډیرو تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي.
ډیر وزن هم د سرطان چانسونه ډیروي
تر سګرېټو وروسته د سرطان دوهم لوی لامل د وزن ډیروالی دی. دلیل یې هم دا دی چې ښه انسولین د څه نا څه هر ډول سرطان د رامنځ ته کیدو امکان پیدا کوي. هغه ښځي چې وزن یې ډیر وي ډیر ښځینه هورمونونه تولیدوي او له همدې کبله په هغوی کې د سینې سرطان د رامنځ ته کیدو چانس ډیریږي.
فعالیت نه لرل هم د سرطان یو لامل دی
هغه کسان چې ډیر فزیکي فعالیتونه نه لري هم په سرطان د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. څېړنو دا خبره ثابته کړې ده چې تمرین کولای شي د سرطان مخه ونیسي. دلیل یې هم دا دی چې تمرین د انسولین درجه په بدن کې کموي او همداراز د وزن د ډیریدو مخه نیسي.
ډیر الکول د سرطان بل لامل دی
الکول هم د انسان په بدن کې د تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. که یو څوک له الکولو او سګريټو څخه په یوه وخت کې ګټه واخلي د سرطان امکان سل واري ډېريږي.
د ډیري اومې غوښې غوړل د سرطان د رامنځ ته کیدو لوی لامل
د ډیرې اومې غوښي خوړل د کولمو سرطان رامنځ ته کوي. تر اوسه پوري لا د دې موضوع عامل نه دی موندل شوی. د دې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو په برخه کې د سنډا غوښه تر ټولو ډیر ضرر لري. دا په داسې حال کې ده چې ماهی بيا د سرطان د ناروغي مخه نیسي.
کباب کړې غوښه
کله چې سړۍ پر سکرو باندي کباب پخوي نو یو ډول سرطان رامنځ ته کوونکي کیمیاوي مواد پر غوښې نښلي. کیمیاوي تجربي ښيي چې دغه مواد د تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې طبي تجربو بیا تر اوسه پورې دغه خبره ثابته کړې نه ده. د دې امکان شته چې دغه سرطانونه د غوښې له کبله رامنځ ته شي، نه په هغو پوري د نښتل شوو کیمیاوي موادو له کبله.
د سړک د غاړې ډوډۍ هم سرطان رامنځ ته کوي
که سړۍ ښه خوراک وکړي او له ترکاریو، میوو او لبنیاتو څخه کار واخلي نو د سرطان مخه نیولای شي. خو اوس ساینس پوهان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې ښه خوراک تر هغه څه چې پخوا یې فکر کیدی لږ د سرطان په مخ نیوي کې نقش لري.
ډیر وخت تر لمر لاندي تیرول د سرطان بل عامل دی
د لمر UV رادیش کیدای شي چې د پوست سرطان رامنځ ته کړي.
د پرمختللو طبي درملو او ماشینونو له کبله رامنځ ته کیدونکی سرطان
اکسرې ګاني هم د سرطان د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. خو دا یوازي اکسرې ګانې نه دي، کله چې سړی په الوتکه کې سفر کوي هم له سرطان رامنځته کوونکي ردیشن سره مخامخ وي.
د انسان په بدن کې سرطان رامنځ ته کوونکي وایروسونه
د انسان پیپیلوما وایروسونه هم د سرطان د رامنځته کیدو لامل کیږي.
د حامله گي ضد تابلیتونه
د حامله ګي ضد تابلیتونه تر یوې اندازې پورې د سینې د سرطان رامنځ ته کیدو ګواښ ډیروي. خو دغه تابلیتونه بیا تر ډیره حده پورې د نور ډول سرطانونو مخه نیسي. خو کله چې د سرطان موضوع په منځ کې وي دغه تابلیتونه تر زیانه ډیره ګټه لري.
هر څه په تقدیر پوري تړلي دي
خو که سړی هر څه سم هم وکړي، بیا هم د سرطان له ګواښه په امان کې نه وي. د سرطان نیمایي پېښي د خرابو جینونو او یا هم د عمر د لوړوالي له کبله رامنځ ته کیږي. د مغز سرطان په ډیرو مواردو کې سړۍ ته په میراث پاتيږي.