انځورونه: د افغانستان ملي پارک، واورې او د طبیعت ښکلا
په بامیانو ولایت کې پروت د بند امیر ښکلی چاپیريال که څه هم په هر موسم کې ځانګړې ښکلا لري، خو ژمي او واورینې فضا بیا دغه ښکلا څوبرابره زياته کړې ده. د دې سیمې یو شمیر انځورونه دلته کتلی شئ:
په واورو پوښل شوي غرونه
بند امیر د بامیان ولایت د مرکز غربي لوري ته په ۷۵ کیلومترۍ کې پروت دی. دغه بند د سمندر له سطحې څخه درې زره متر لوړوالی لري او د هندوکش او بابا غرونو په منځ کې موقعیت لري. دغه سیمه په ۱۳۸۷م کال کې د افغانستان د لومړني ملي پارک په توګه ونومول شوه.
طبعیت او ښکلا
سیلانیان کولی شي چې په اوړي په پښو او یا د موټرو له لارې د دې پراخې سیمې له ښکلو سیمو لیدنه وکړي. خو د ژمي په موسم کې په دې سیمه کې د واورې د ډیر اورښت له کبله تګ راتګ ستونزمن وي.
د لارو بندښت
په دې وروستیو کې د ډیرو واورو، شدیدو طوفانونو، واورې ښویدنې، او په ځینو مواردو کې نا امني د دې سبب شوي چې بامیانو ته هوايي او ځمکنۍ لارې وتړل شي. د دغو ستونزو له کبه د بامیان لرغوني ولایت او په تیره بیا بند امیر ته د سیلانیانو په ورتګ کې کمښت ترسترګو کیږي.
سیلانیانو او راتلونکو کسانو ته ښه راغلاست
ځینې کسان چې له بامیانو او د دې ولایت له ښکلا سره مینه او علاقه لري، د خطرونو او ستونزو سربیره بیا هم دغه ولایت ته مخه کوي. دوی د شیبر د کوتل له لارې ځانونه بند امیر ته رسوي او له طبعیت څخه خوند اخلي.
یخونه او په تګ راتګ کې ستونزې
ډیرې واورې او سړه هم بیا هم د دغو کسانو د تګ راتګ مخه نه نیسي. دوی په پام سره ګام پورته کوي خو غواړي چې د دې ولایت له ښکلو سیمو خوند واخلي.
ښکلا او د لمر وړانګې
د ژمي په ساړه موسم کې که د لمر ګرمې وړانګې طبعیت او چاپیریال ته لا ډیره ښکلا ور په برخه کوي. د لمر وړانګې که له یوې خوا د لمر ختلو پرمهال ځانګړې ښکلا لري خو د غرب ښکلا یې هم بیا خپل مینه وال لري.
د بند امیر روانې اوبه
په بامیانو ولایت کې بند امیر شپږ طبیعي او ښکلي کوچني سیندونه لري چې تر ټولو ستر یې د ذوالفقار په نامه یادیږي. د اټکلونو له مخې دغه بند پر ۴۹۰ هکتاره ځمکې باندې پروت دی.
واورې، سپورت او ورزش
د بند امیر شین رنګه سیند چې تر دې وړاندې یې سیلانیان ځان ته جذب کړي وو، اوس په واورو پوښل شوی دی او اوبه یې هم کنګل شوي دي. د سیمې اوسیدونکي د دې کنګل پر سر پر آسونو سپرلي کوي، او د دې ترڅنګ ځینې سیلانیان په دې کنګل شوو اوبو لوبې هم کوي.
بند امیر، مرغان او وحشي څاروی
په بند امیر کې د اوبو ترڅنګ ګڼ شمیر مرغان او څاروي هم موندل کیږي. په دې سیمه کې د غرنیزو مږو ترڅنګ غرنیزې بزې [وزې]، آهو، لیوه او د ګیدړو ترڅنګ نور وحشي څاروي هم موندل کیږي.
د کښیتو له پاره د آرام وخت
د جلا رنګونو درلودونکي کوچنۍ کیښتۍ چې په نورو موسمونو کې ډیرې مصروفه وي، اوس آرام کوي. دغه کښتۍ به د واورې تر ویلي کیدو پورې دلته استراحت کوي.