انځورنه: د حج مراسم
هر کال له ټولې نړۍ څخه شاوخوا ۲ ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر کوي. په سږنيو مراسمو کې ۳۰ زره افغانانو ګډون کړی دی. دغه مراسم درې ورځې مخکې د سعودي عربستان په مکې ښار کې پیل شول.
د مکې مقدس ښار
نژدې دوه ميليونه مسلمانانو د جمعې په ورځ (د اګست لسمه) په مکې ښار کې د حج مراسم پيل کړل. دغه مراسم پنځه ورځې دوام کوي. مسلمانان د حج په مناسکو کې د کعبې له اطرف څخه طواف کوي او پر لور يې خپل لمونځونه ادا کوي.
۷ ځله راتاويدل (طواف)
پر کعبې ۷ ځله راتاویدل د حج له مراسمو څخه ګڼل کيږي چې بايد ترسره شي. څوک چې دغه مراسم تر سره کړي، د مسلمانانو په منځ کې ورته حاجي ويل کيږي.
د اسلام پنځمه بنا
اسلام له پنځو بناو څخه جوړ دين دی چې پنځم رکن يې حج دی. د اسلام دين د احکامو له مخې هغه څوک چې د اقتصادي پلوه د حج کولو توان لري، په ژوند کې يو ځل پرې د حج دا کول فرض دی.
د نړۍ تر ټولو لوی مراسم
حج د نړۍ له سترو مراسمو څخه ګڼل کيږي. له شاوخوا دوه ميليونه ګډونوالو څخه په سلونو زره يې د سعودي عربستان اوسیدونکي وي. د سعودي عربستان حکومت د احتمالي امنيتي پيښو د مخنيوي په موخه، له زيارت کوونکو غوښتي چې له سياسي او «تفرقه اچونکي» بحثونه څخه ډډه وکړي او يوازې د حج پر مراسمو تمرکز ولري.
منا
ډيری زيارت کوونکي د جمعې شپه د منا په ښار کې چې له خيمو ډک دی تیروي. دغه ښار د ۲،۶ ميليونه زيارت کوونکو د اوسيدو ځای لري. حاجيان د شنبې په ورځ د عرفات په مراسمو کې ګډون کوي.
له ګناهونو څخه خلاصون
حج د مسلمانانو له پاره د تيرو ګناهونو د بخښنې په مفهوم دی. په دغو مراسمو کې شتمن کسان د خپلو شتمنيو او مادياتو ښودنه نه کوي، بلکې ټول په سپين رنګ کې ساده کالي اغوندي او په ګډه مراسم ترسره کوي. ښځې له سينګار، رنګ ناخن او عطر وهلو پرته په دغو مراسمو کې برخه اخلي.
د نوي زيلاند د قربانيانو خپلوانو ته بلنه
سږکال د سعودي عربستان پاچا د نوي زيلاند په دوو جوماتونو کې د وژل شوو مسلمانانو د کورنيو ۲۰۰ غړو ته په حج کې د ګډون بلنه ورکړه. سږکال د نوي زيلاند د کرایستچرچ ښار په دوو جوماتونو کې ۵۱ تنه مسلمانان د يوه کس له خوا په ډزو ووژل شول.
۳۰ زره افغانان
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په حواله، «سږکال د افغانستان د څلورو زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) څخه شاوخوا ۳۰ زره افغانان په ۲۵ ورځو کې د کام ائير هوايي شرکت په الوتکو کې سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.»
د افغان حاجيانو شکايتونه
سربيره پر دې چې د افغانستان د حج ا اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د حاجيانو د لیږد په برخه کې د لازمو تدابيرو او خدماتو خبره کوي، خو هرکال افغان حاجيان د سفر او پروازونو پر مهال له يو لړ ستونزو څخه شکايتونه کوي.