1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: په کندهار کي د امريکا هوايي اډه په نخښه کولای شو

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا مخ پر ډیریدو ده، د ایران د انقلابي ګارد یوه قوماندان ویلي دي چي په افغانستان، متحدو عربي اماراتو او قطر کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیو رسېدو په ساحه کې پرتې دي.

https://p.dw.com/p/38hBn
Iran Ghadr-F Rakete Khomeini Portrait
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر میاشتې ۲۱ نیټه) د ایران د انقلابي ګارډ یوه قوماندان ویلي دي چې په افغانستان، متحدو عربي اماراتو او قطر کې د امریکا پوځي اډې او همدا راز د خلیج په اوبو کې د متحده ایالاتو د پوځي الوتکو انتقالوونکې کښتۍ په داسي سيمو کي دي چي د ايران توغنیدی ورسيږي. دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا مخ پر ډیریدو ده.

د ایران د انقلابي ګارد د هوايي ځواکونو د څانګې مشر امیر علي حاجي زاده د تسنیم په نامه ایرانۍ رسنۍ ته ویلي چې د [امریکا دغه اهداف] زموږ د ویشتلو په ساحه کې پراته دي او که چیري امریکایان اقدام وکړي نو موږ یې په نخښه کولی شو.

حاجي زاده همدا راز وویل چې انقلابي ځواکونو د خپلو توغندیو د هدف ویشتلو وړتیا او دقت ته پرمختګ ورکړی. نوموړي په ځانګړې توګه وویل چې دوی کولی شي چې په قطر کې د العدید، په متحدو عربي اماراتو کې د الظفره او د افغانستان په کندهار کې د امریکا پوځي اډې هدف وګرځوي.

Iran Revolutionsgarden
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

د روان میلادي کال په مې میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د ایران د اتومي پروګرام په تړاو له نړیوال تړون څخه د وتلو پریکړه وکړه او پر تهران یې یو ځل بیا خپل شدید اقتصادي بندیزونه وضع کړل. نوموړي ويلي ول چې له ایران سره شوی تړون له اشتباهاتو ډک وو، ځکه په خبره یې په دغه تړون کې د ایران د بالستیک توغندیو د پرمختګ د مخنیوي په برخه کې هیڅ راز یادونه نه وه شوې. ولسمشر ترمپ په دغه راز نیمګړتیاوو کې په یمن، سوریه، لبنان او عراق کې د ایران نیابتي جګړې ته نه اشاره هم ور زیاته کړې وه.

ایران وايي چې د تهران د توغندیو پروګرام یوازې دفاعي موخې لري. تر دې وړاندې ایران په دې شرط که چیري امریکا متحده ایالات د ایران د نفتو د صارداتو مخه ډب کړي، د خلیج په اوبو کې پروت د هرمز په تنګي کې د نفتو د انتقالاتو د ګډوډولو ګواښ کړی وو.

بل لوري ته د روان کال په اکتوبر میاشت کې د ایران انقلابي ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر یاغیانو د توغندي بریدونه وکړل. دغه بریدونه وروسته تر هغه وشول کله چې یادې ترهګرې ډلې په ایران کې د یوه رسم ګذشت پرمهال د یوه برید مسئولیت پر غاړه واخیست چې په پایله کې یې ۲۵ کسان ووژل شول. د وژل شوو کسانو نیږدې نیمايي یې د ایران د انقلابي ګارد د ځواکونو سرتیري ول.

زموږ له آرشیف څخه: