1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

انسان ولې دومره غوښه خوري؟

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

د اوسني دور له غوښو او شیدو څخه د جوړونکو مصنوعاتو صنعت زمونږ سیارې ته زیان رسوي. له حیوانانو څخه د ترلاسه کیدونکو پروتینو تر اندازې زیاته استفاده بیا زمونږ روغتیا ته هم تاوان رسولی شي.

https://p.dw.com/p/4Bgrn
Lebensmittel | Fleisch, Obst und Getreide | Thumbnail
انځور: santilli/YAY Images/IMAGO

که څه هم مونږ پوهیږو چې د غوښو او شیدو د تولید صنعت زمونږ ځمکې ته او تر اندازې زیات له حیواني پروتینو څخه استفاده زمونږ روغتیا ته زیان رسوي، خو بیا هم ولې انسان دومره ډیره غوښه خوري.

انسان له تاریخ څخه مخکې دورې راهیسې غوښه خوري. د وخت په تیریدو سره د غوښې په استعمال کې هم زیاتوالی رامنځته شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په وینا يوازې په تیرو ۵۰ کلونو کې د دغو مصنوعاتو تولید ۴ برابره زیاتوالی رامنځته شوی دی او په کلني حساب شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ټنو ته رسیدلی دی. په دې بهیر کې د کمښت هیڅ ډول آثار نه ترسترګو کیږي. موجوده وړاندوېنې وایي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې به د دغو مصنوعاتو تولید ۴۵۵ میلیونه ټنو ته ورسیږي.

د خوړو غیز مؤثره سرچينه

ساینس پوهان د یوې مودې راهیسې د انسانانو دې چلند او پر چاپیریال یي اغیزو انديښمن کړي دي. په ځانګړي توګه په صنعتي ډول تولیدونکي حیوانات دوی د خوړو غیر مؤثره سرچينه بولي. ځکه په صنعتي ډول د دغو حیواناتو تولید او تکثرول د نورو په مقابل کې ډیرې انرژۍ، اوبو او ځمکې ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه له یوې څیړنې څخه معلومیږي چې د غویانو د غوښې تولید شپږ چنده زیات د شنو خونو د ګازونو د تولید سبب کیږي او د نباتي پروتین لرونکو بوټو، لکه نخود او مټرو د تولید په مقابل کې ۳۶ چنده زیاتې ځمکې ته ضرورت لري.

له دې څیړنې څخه دا نتیجه اخیستل کیدای شي چې له شیدو او غوښې له مصنوعاتو څخه ډډه کول، د ځمکې پر کرې د چاپيریالي تاثیراتو د کمولو تر ټولو لویه طریقه ده.

د غوښې او شیدو له استفادې پرته په نړیواله کچه د کرهڼې په برخه کې تر ۷۵ سلنې هم زیات کموالی رامنځته کیدای شي. د ځنګلي ژویو نړیوال وجهي صندوق (WWF) د سرچینو په حواله د نړۍ د ژویو تنوع ته ۶۰ سلنه تاوان د غوښې پورې اړوندو تولیداتو له امله اړول کیږي.

د غوښې خوړلو تر شا اروپوهنه

د آلمان په «ترئیر» ښار پورې اړوند پوهنتون څخه د ټولنیزو چارو کارپوه بنیمین بټلر، د غوښې خوړلو عادت د کلتوري عادتونو پورې اړوند بولي. هغه وایي: «زما په اند ډیر خلک یوازې د خوند اخیستلو په خاطر غوښه خوري. د دوی له پاره نور خوراکي شیان په دویم مقام کې ځای لري. ډیر شمیر دودیز خواړه همدا د غوښې په شاوخوا کې راڅرخي. اکثره وخت مونږ د خوړلو پر مهال حتی له ځان څخه دا پوښتنه هم نه کوي چې مونږ دا څه خورو.»

بټلر په دې نظر دی چې دا ډول عادتونه زمونږ ذهن پر دې خبرې له فکر کولو څخه اړوي چې له غوښې څخه ډیره استفاده په اصل کې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، کوم چې مونږ یي هر وخت خورو. په دې اړه شوې څیړنه وایي چې غوښه خوړل په ځانګړي توګه د سړو له پاره یو عمومي عادت، یو طبیعي عمل او د ژوند او کار یوه برخه ده.

تر ډیر وخته پورې سائنس پوهانو فکر کاوه چې غوښې خوړلو زمونږ د نیکونو او اجدادو د انساني جسم، مغزو او هډوکو په تکامل کې رول لوبولی دی، خو د انساني خوړو پر ارتقاع او تکامل تحقیق کوونکی کارپوه پوپینر وایي چې د غوښو خوړل د انسان د مغزو د سایز یا اندازې له غټوالي سره هیڅ ارتباط نه لري. پوپینر په دې باور دی چې د انسان تکامل، په صحي مرکبو خوړو پورې منسوبولی شو.

آنی سوفي برنډلن: ش.ن/ خ.ح