1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزیا: د زلزلې او توپان د قربانیانو شمیر ۸۳۲ ته جګ شوی

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

په انډونیزیا کې د جمعې ورځې د زلزلې او توپان له امله د وژل شویو کسانو شمیر تر اتو سوو هم لوړ شوی دی. ویل کیږي چې د سولاویسې ټاپو په مرکز پالو کې اوس هم ډیر شمیر قربانیان د ویجاړو شویو کورونو تر خرابو لاندې دي.

https://p.dw.com/p/35j4b
Indonesien nach dem Tsunami in Palu
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo

په انډونیزیا کې د سمندري توپان او زلزلې د وژل شویو قربانیانو شمیر تر لومړنیو اټکلونو ډیر لوړ شوی دی. د نویو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د ۸۳۲ انسانانو جسدونه موندل شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې په اغیزمنو شویو سیمو کې مرستندویه فعالیونه ادامه لري، په داسې حال کې چې لیري پرتو سیمو ته لاس رسی له ستونزو سره مخامخ دی.

طبي کارکونکو ویلي دي چې د طبیعي پيښو له امله تر ۱۰ زرو ډیر خلک بی کوره شوي دي. چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د تلفاتو شمېرې نورې هم زياتي شي.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۸مه) تر شديدې زلزلې وروسته د سمندري توپان څپې تر ۱،۵ مترو پورې لوړې شوې وې، چې له امله د پالو په ښار کې چې تر ۳۵۰ زرو ډیر نفوس لري په پراخه پیمانه ویجاړۍ رامنځته شوې.

همدارنګه د سولاویسي ټاپو په «دونګله» ښار کې (چې نږدې ۳۰۰ زره نفوس لري)هم ډیرې ویجاړۍ رامنځته شوي دي. په دې ښار کې د یوه پول د نړیدو له امله د سیند اوبه د استوګنې سیمې ته ورخلتې وې.

د انډونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا، ویلي دي چې د تلفاتو وروستۍ شمیرې کیدای شي تر «زرونو» پورې ورسیږي، ځکه تر اوسه پورې ډیرو سیمو ته لاس رسی نه دی شوی.

د انډونیزیا د ژغورنې او لټون آژانس یوه چارواکي محمد سیوګي، رسنیو ته وویل: «مونږ د خرابو لاندې د خلکو غږونه واوریدل چې د مرستې غوښتنه یې کوله. مونږ په اوس وخت کې د خرابو د لیري کولو له پاره قوي ماشينونو ته اړتیا لرو. زما عملې خپل کار جاري ساتلی دی، خو مونږ په دومره پراخه کچه د خرابو د لیري کولو توان نه لرو».