1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انترنيتي غلاوي ډيري سوي دي

احمد ولي اڅکزی (وولف گنگ)۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د هکر اصطلاح د هغه چا له پاره کارول کيږي چي د کمپيوټرونو يا ورته اليکترونيکي سيسټمونو اليکترونیکي قلفونه ماتوي. يا په بله مانا پرته له دې چې کمپوتر خاوند خبر سي، د هغه د اليکترونيکي آلې يا کمپيوټر څخه معلومات غلا کوي.

https://p.dw.com/p/17xMZ
ARCHIV - ILLUSTRATION - Ein Mann tippt am 16.06.2011 in Frankfurt am Main auf einer Computer-Tastatur vor einem elektrischen Schaltplan. Das Land Niedersachsen will künftig mit einem eigenen Expertenteam die Computer von Land und Kommunen besser vor Hacker-Angriffen schützen. «Solche Angriffe haben in den vergangenen Jahren zugenommen und stellen eine große Gefahr für öffentliche Verwaltungen wie die Wirtschaft», sagte Niedersachsens Innenminister Schünemann (CDU) am Montag in Hannover. Frank Rumpenhorst/dpa (zu lni 0496 vom 19.11.2012) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Computer Hacker Angriffانځور: picture-alliance/dpa

د جرايمو پر ضد د آلمان د ځانگړي فډرالي ادارې بي کې اې چارواکی ميرکو مانسکه وايي چي په تيرو وختونو کي په نړيواله توگه په زياته بيا د چينايي هکرانو له خوا زيات بريدونه تر سره سوي دي.

«زه د تيرو ۱۵ کالو راهيسي د هکرانو کارونه او حرکات څارم او هغه هم په نړيواله کچه. خو په تيرو لسو کلنو کي د چينايي هکرانو فعاليت زيات سوی دی.»

هکر هېکنگ څرنگه کوي؟ د بېلگي په توگه د يوې حکومتي ادارې يو کار کوونکی يو برېښناليک يا ايمېل تر لاسه کوي. د دغه ايمېل لېږونکی يو داسي څوک يا اداره وي چي ايميل تر لاسه کوونکی یې پېژني.

په همدې ډول د ايميل د پيغام عنوان هم د ايميل تر لاسه کوونکي له پاره اشنا وي. د بېلگي په توگه دغه کس غواړي په يو نړيوال کانفرانس کي گډون وکړي او د کانفرانس د مسؤلينو له ادرسه ورته ايميل راسي چي گويا د کنفرانس وخت بدل سوی دی.

کله چي د ايميل تر لاسه کوونکی دغه کس چي په حکومتي اداره کي د خپل مېز شا ته کمپيوټر ته ناست دی، دغه ايميل خلاص کړي، نو ورسره يو پټ وايرس يا جاسوسي پروگرام بېله دې چي دی په پوه سي، پر دغه کمپيوټر نصب سي. د ايميل لېږدونکي هکران له دغي لاري کولای سي چي د دغه کمپيوټر څخه ټوله محرم معلومات غلا کړي.

هکران کوښښ کوي چي د حکومتي او اقتصادي ادارو کمپيوټرونو ته لاره پيدا کړي او ورڅخه محرم او حساس معلومات غلا کړي. د آلمان د اړونده ادارو د معلوماتو پر اساس په تير مېلادي کال کي څه باندي ۱۱۰۰ داسي هکري بريدونه تر سره سوي دي، چي مقصد يې د آلماني حکومتي ادارو څخه معلومات غلا کول ول.

دغه ډول بريدونه پر مهمو اقتصادي ادارو هم تر سره کيږي، چي د سايبر جگړې بڼه هم درلودلای سي. لکه د آلمان د مخابراتي شرکت ټليکوم د مشرتابه د جرگې غړی راينهارډ کلېمنز چي وايي:

«زما شخصي نظر دا دی، چي اوس د دا شيانو پېل دی. زموږ لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل پر دغه موضوع يوه ډېره ښکاره جمله ويلې ده. هغه دا چي اوس داسي وخت رارسېدلی دی چي پکښي سايبر يا انټرنټي جگړه تر دوديزي جگړې خطرناکه سوېده.»

د راپورونو له مخي په آلماني ادارو کي د هکرانو د تر سره کېدونکو بريدونو مهمه نخښي د لومړي وزيري دفتر او د بهرنيو چارو وزارت وي. هغه په دې دليل چي د نورو ټولو حکومتي ادارو معلومات په نوموړو دوو ځايونو کي راټوليږي. ويل کيږي چي په زياته بيا د جي شل د غونډو څخه تر مخه په دغو بريدونو کي زياتوالی راسي.

د آلمان له اساسي قانون د دفاع استخباراتي ادارې تر څنگ د بي ايس آی په نوم اداره هم د الماني حکومتي کمپيوټرونو حفاظت او څارنه کوي. بي ايس آی نومي اداره چي مرکز يې د المان په بون ښار کي دی وايي چي د المان پر حکومتي ادارو د هکرانو د بريدونو په شمېر کي زياتوالی راغلی دی. له همدې کبله تېر مېلادي کال د آلمان د کورنيو چارو وزارت له هکرانو څخه د ساتنې له پاره يوه ځانگړې سايبر اداره جوړه کړه.

د محرمو معلوماتو د غلا کولو تر څنگ هکران ترهگر بريدونه هم تر سره کولای سي، چي د هېکنگ همدغه اړخ زیات امنيتي چارواکي اندېښمن کړي دي. لکه د نوي ټيکن لوژۍ د امنيت د چارو کارپوه ديرک مايسنر چي وايي:

«موږ په ماضي کي زيات وختونه د کمپيوټر او انټرنټ له لاري د جاسوسۍ موضوع څېړلې ده. هغه څه چي موږ به په راتلونکي وختونو کي ورسره زيات مصروف پاته سو، هغه د هکرانو له خوا د سبوتاژ موضوع ده چي هم اخطاري او هم ترهگر مقاصد درلودلای سي.»

په داسي حال کي چي آلمان له لږ مودې راهيسي د هکرانو ضد امنيتي اداره جوړه کړې ده، کارپوهان اټکل کوي چي د چين دولت د ۵۰ زرو او يو نيم لکو تر منځ هکران لري. د دوی په هکله ويل کيږي چي حتی هغه محصيلين چي په اړينو کمپيوټري مضامينو کي نابغه وي، هغوی د دغې ځانگړي دولتي ادارې له پاره استخدام کيږي.

د هکرانو موضوع هغه موضوع ده چي د اقتصاد، حکومتونو او جگړو د مستقبل له پاره ډيره مهمه بلل کيږي.