1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

امنيت شورا په غزه کې د اوربند پريکړه لیک تصويب کړی

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

د امنيت شورا د يوه پريکړه ليک په تصويبولو سره د روژې په میاشت کې په غزه د «سملاسي» اوربند غوښتنه کړې. امريکا د دې پريکړه ليک په تړاو رايه اچونه کې برخه نه ده اخيستې او همدا وجه ده چې دا پريکړه ليک منظور شوی دی.

https://p.dw.com/p/4e7e5
په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ایالاتو سفيره او استازې لندا توماس – ګرينفيلد، د رایې اچولو پر وخت پر خپل ځای ناسته وه خو لاس یې کښته وو.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ایالاتو سفيره او استازې لندا توماس – ګرينفيلد، د رایې اچولو پر وخت پر خپل ځای ناسته وه خو لاس یې کښته وو.انځور: Craig Ruttle/AP Photo/picture alliance

په غزې تراډه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې کابو شپږ میاشتې وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دوشنبې په ورځ يو پريکړه ليک تصویب کړی چې په هغه کې یې د روژې میاشتې تر پای پورې د «سملاسي اوربند» غوښتنه کړې ده.

دا پريکړه ليک د امنيت شورا د ۱۴ غړيو هېوادونو له خوا تصويب شوی، په داسې حال کې چې امريکا په رايه اچوونه کې ګډون ونه کړ چې دا د واشنګټن په دريځ کې د يوه ستر بدلون نخښه ده.

تر اوسه دې ته ورته څلور پريکړه ليکونه ناکام شوي دي چې درې یې د امريکا له خوا ويټو شوي ول او يو یې تېره اونۍ د روسیې او چين له خوا ويټو شو.

د غزې په پريکړه ليک کې څه راغلي؟

پريکړه ليک د يوه اوربند غږ کړی دی چې دا بيا د يوه «دایمي او پايداره اوربند» باعث وګرځي.

پريکړه ليک د اکتوبر پر ۷مه نیټه پر اسرائيل د حماس د ترهګریز بريد په ترڅ کې د دغه ډلې له خوا د تښتول شويو ټولو کسانو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده. خو دا غوښتنه په روژې میاشت کې د اوربند له غوښتنې سره چې د اپريل پر نهمه پای ته رسيږي، تړلې نه ده.

په پريکړه ليک کې «ټولې غزې تراډې ته بشري مرستو د لړۍ د پراخولو پر بيړنۍ اړتيا» هم ټینګار شوی دی او «په پراخه کچه د بشري مرستو رسولو له پاره یې د ټولو خنډونو د لیرې کولو» غوښتنه کړې ده.

دا پريکړه ليک د الجزاير له خوا حمايه شوي وو چې په امنيت شورا کې دمګړۍ د عربي برخې استازی دی. د الجزایر ترڅنګ د امنيت شورا نورو غير دايمي غړيو لکه سلوانيا، سويس، ايکوادور، ګوانا، جاپان، مالتا، موزمبيق، جنوبي کوريا او سيراليون هم له دې پریکړه ليک څخه ملاتړ کاوه.

په ملګرو ملتونو کې د الجزاير سفير عمار بن جامع، وويل: «فلسطينیان له پنځو مياشتو راهېسې سخت کړيږي. په وينو دا لمبيدا له ډېرې اوږدې مودې راهېسې روانه ده. دې ته د پای ټکې ايښوول زموږ مکلفيت دی. بالاخره د امنيت شورا مسئوليت پر غاړه اخلي.»

په ملګرو ملتونو کې د فلسطينيانو استازي رياض منصور، وويل چې دا پريکړه ليک د غزې په جګړه کې د «بدلون مهمه نقطه» بايد واوسي. نوموړي په ژړه غوني غږ وويل: «دا بايد د دې حملې او زموږ د خلکو پر وړاندې د ظلم د پای نخښه وي.»

دا چې اسرائيل او حماس به دا ومني او پريکړه ليک به عملي کړي، يوه جلا خبره ده.

حماس چې پر نورو سربیره د آلمان، امريکا متحده ايالاتو، اروپايي اتحادیې او بريتانيا له خوا د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوی، له دې پريکړه ليک څخه یې هرکلی دی او ويلي یې دي چې دغه ډله «د دواړو لوريو له خوا د بنديانو په تبادله کې برخه اخيستو ته په سملاسي توګه چمتووالی تائيدوي.»

د امريکا په دريځ کې بدلون

په رايه اچوونه کې نه ګډون د غزې له شپږو مياشتو راهېسې په روان کړکيچ کې د واشنګټن په درېځ کې د بدلون د پام وړ نخښه ده.

د امريکا حکومت په تکرار سره د اوربند د مخکنيو پريکړه ليکونو مخه په داسې حال کې نيوله چې هڅه یې کوله داسې يوه لاره خپله کړي چې له خپل متحد اسرائيل څخه پوځي ملاتړ هم وکړي او په غزه کې د ملکيانو د مړينو کچې له لوړيدو سره د لومړي وزير بنيامین نتانياهو پر وړاندې خپله نارضايتي هم ښکاره کړي.

نتانياهو په رایې اچونه کې د امريکا نه ګډون د دغه هیواد په پخواني دريځ کې «څرګند شاتګ» بللې دی او ویلې  یې دي چې دا کړنه به «د جګړې هڅې او د يرغمل نيول شويو د آزادولو هڅې زيانمنې کړي. دا به حماس ته هيله مندي ورکړې چې نړيوال فشار به زموږ د يرغمل شويو د آزادولو پرته دوی ته د اوربند د منلو اجازه ورکړي.»

نتانياهو امريکا ته د پلاوي سفر لغوه کړی

د نتانياهو دفتر له خوا ويل شوي دي چې نوموړي په سملاسي توګه امريکا ته د يوه پلاوي پلان شوی سفر لغوه کړې دی. په دې اړه زياته شوې: «د امريکا په دريځ کې د بدلون په رڼا کې، لومړي وزير نتانياهو پريکړه کړې چې پلاوی به سفر نه کوي.»

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کیبري، دا خبره رد کړې ده چې ګڼي په رايه اچوونه کې نه ګډون د «تګلارې د تغیر» استازولي کوي. هغه روښانه کړه چې امريکا له اوربند څخه ملاتړ کوي خو په رایه اچوونه کې یې ځکه برخه نه ده اخيسې چې د پريکړه ليک په متن کې حماس غندل شوی نه دی.

کيربي په رفح کې د اسرائيل ځمکنيو عملياتو ته په اشارې سره وويل: «موږ نااميده يو چې هغوی [د اسرائيل پلاوی] واشنګټن ته نه راځي څو مو ورسره په رفح کې د ځمکنيو عملیاتو د هغوی پلان د عملي کيدو وړ بديل په تړاو مفصلې خبرې اترې کړې وای.»

هغه وويل: «زموږ په دې نظر کې هیڅ بدلون نه دی راغلی چې په رفح کې به ځمکني عمليات يوه ستره سهوه وي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, AP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب