1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنستي: د آلمان پوځ بايد د چين پوځ سره همکاري ودروي

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د بخښنې نړيوال سازمان په برلين باندې غږ کړی چې د هانکانګ د شخړې په رڼا کې دې له چين سره پوځي همکاري ودروي. له دې کبله يې په خبره دغه همکاري «خورا د سوال وړ» ده.

https://p.dw.com/p/3TBUo
Feldkirchen - Chinesische Sanitätssoldaten üben in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د بخښنې نړيوال سازمان د آلمان له حکومته فوراً د آلماني پوځ او د چين د پوځ تر منځ د همکارۍ درول غوښتي دي. علت يې ماتياس جون، چې د بخښنې د نړيوال سازمان د آلمان د څانګې د مهماتو او بشري حقونو کارپوه دی، د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې په هانکانګ کې د مظاهره چيانو په وړاندې د چين د امنيتي ځواکونو چلن بللی دی.

«يوه ښکاره نخښه»

جون وويل چې «د چين د پوځ په روزنه کې دغه احتمالي مرستې په چين کې د بشري حقونو د وضعيت او د پوځ د رول له کبله د منلو وړ نه دي او ډېر سوالونو راولاړوي.» په دې خاطر دې «په هانکانګ کې د اوسني وضعيت له کبله د آلمان حکومت يوه څرګنده نخښه ولري او هر ډول پوځي همکاري دې فورا ودروي.»

د آلمان پوځ له خوا په يوه محرم بلل شوي رپوټ کې («پوځي روزنيزه مرسته د پروژې ۲۰۲۰ کال») چې له ورځپاڼې سره دی، ۶۲ داسې هېوادونه راغلي دي چې عسکر يې راتلونکی کال د آلمان د پوځ له خوا روزل کيږي چې چين هم  په دغه ليست کې شتون لري: د چين د ولسي جمهوريت ۱۱ سرتېري به د نورو روزنو تر څنګ «د مشرۍ روزنه» او د اکمالاتو روزنې وويني. د يوه عسکر له پاره بيا د «مطوعاتي او عامه اړيکو» تخصصي روزنه هم په نظر کې نيول شوې ده. 

Feldkirchen - Chinesische Sanitätssoldaten üben in Deutschland
د چين پوځ سرتېري د آلمان په فلدکيرشن کې د تمرين پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

«په ټيټ هجم»

د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي چې «د چين د ولسي جمهوريت سرتېري په دوامدار شکل او ټيټ حجم د آلمان پوځ په روزنيزو پروګرامونو کې برخه اخلي.» د دغو معلوماتو له مخې په نړيواله سطح د جنرالانو روزنه او همداراز د افسرانو روزنيزې دورې پکې شاملې دي. دا کار د قطعاتو په روزنيزو مرکزونو، پوهنتونونو او د آلمان پوځ د مشرتابه په اکاډمۍ کې صورت نيسي. وياند زياته کړې ده چې «زموږ هدف پکې دا دی چې د نورو هېوادونو منسوبينو ته زموږ دموکرات ارزښتونه ارائه کړو.»

sti/hk (dpa, rtr)/ن ص/ ا و ا