1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سرتیری د طالبانو له بند څخه آزاد شو

عبدالباري حکیم۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

امریکایی سرتیری بوو برگدال، چی له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې طالبانو نیولی وو په گوانتانامو کې د پنځو طالب زندانیانو په بدل کې آزاد شو. د سولی عالي شورا د دې اقدام هرکلی کړی دی. دا موضوع طالبانو هم تایید کړې.

https://p.dw.com/p/1CA5p
انځور: picture alliance/AP Photo

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، او د ۲۸ کلن امریکایي سرتیري بو برگدال مور او پلار د شنبې په ورځ ماښام له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چېد برگدال په آزادولو کې یې مرسته کړې ده. د سپینی ماڼۍ په گلابو نومي بڼ کې اوباما چې تر څنگ یې د امرکايي سرتیري پلار او مور، روبرت او جني برگدال ولاړ وو، وویل: «بو هیڅکله هیر شوی نه وو.»

تر دې مخکې ولسمشر اوباما د نوموړي سرتیري پلار او مور ته چې د ایداهو په ایالت کې ژوند کوي د تیلفون له لارې د هغوی د زوی د آزادیدو د بهیر په هکله معلومات ورکړي ول. په گوانتانامو کې د پنځو تنو افغان طالب زندانیانو په بدل کې د برگدال د آزادیدو له پاره د قطر حکومت مینځگړیتوب کړی دی.

د برگدال کورنې او اوباما د هوسایي احساس کوي

د متحده ایالاتو استازو له ۲۰۱۰ کال څخه را په دې خوا هڅې پیل کړې چې له طالبانو سره د جنگي بندیانو د معاوضې په هکله خبرې اترې وکړي. د متحده ایالاتو د حکومت د یوه لوړ پوړي مقام له خولی ویل شوي دي چې په وروستیو وختو کې دا امکان برابر شو چې دریدلې خبرې اترې له سره پیل شي او متحده ایالاتو له دغې موقع څخه استفاده وکړه: «د متحده ایالاتو حکومت په دې ټوله موده کې په ډیره لوړه کچه خبر کړای شوی وو.»

د افغانستان د سولې له پاره نوی چانس؟

د افغانستان د سولې عالي شورا د یوه امریکایی سرتیري په بدل کې د پنځو طالب زندانیانو د آزادیدو هرکلی کړی دی. د هغی شورا د بهرنیو اړیکو ویاند، محمد اسماعیل قاسمیار دویچه ویله ته وویل چې د بندیانو معاوضه د شخړی د بیلابیلو اړخونو ترمنځ «د اعتماد جوړنې» له پاره یو مهم قدم دی. قاسمیار وویل: «له اوږدې مودې راهیسې امریکا متحده ایالات، افغان حکومت او طالبانو یو بل سره په دې هکله تماس نیولی دی. او نن د دې مهم قدم له پاره په عمل لاس پورې شو.»

قاسمیار یادونه وکړه چی له دې کار سره نه یوازې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته شوې، بلکې د هغه په خبره دغه موضوع د افغان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تر منځ د اعتماد په رامنځ ته کولو کې موثر ثابتیدای شي. هغه وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه تبادلې په ترسره کیدو کې هڅې کړې دي.

آزاد شوی امریکایي سرتیری په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې له خپل پوځي ټولگي څخه لادرکه شو. له هغی وروسته طالبانو اعلان وکړ چې هغوی دغه امریکایی سرتیری نیولی دی او د هغه د نیولو په اړه یې یو شمیر تبلیغاتی ویدیو گانې خپرې کړې.

د قاسمیار په خبره د طالبان آزاد شوي غړی کیدای شي چې سولې له بهیر سره مرسته وکړي ځکه د هغه په خبره دغه کسان له وضعیت څخه یو روښانه انځور لري. هغه همداراز هیله څرگنده کړه چې په قطر کې بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب