امریکايي سرتیري ویکیلیکس ته د اسنادو سپارل ومنل
۱۳۹۱ اسفند ۱۱, جمعه
دغه سرتیری برادلي منینګ Bradley Manning نومیږي. هغه د پنجشنبې په ورځ خپل تورونه واوریدل چې د هغوی له ډلې څخه یې ځینې ومنل او یو شمیر یې رد کړل. منینګ دا خبره ومنله چې د امریکا له یو شمیر محرمو اسنادو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده، خو دا تور یې رد کړ چې د امریکا له دښمن سره یې مرسته کړې ده.
منینګ وویل، هغه اسنادو چې ده د ویکیلیکس ویبپاڼې ته ورکړې ول د «افغانستان او عراق د جګړو په اړه معلومات بربنډ کړل.» هغه زیاته کړه چې ده غوښتل له دې لارې د دغو جګړو په اړه بحثونه راوپاروي.
منینګ چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په استخباراتو کې یې دنده ترسره کوله، په ۲۰۱۰ کال کې په عراق کې ونیول شو. دغه سرتیري هغه وخت په زرهاو محرم اسناد، دیپلوماتیک کیبلونه او ویدیوګانې د ویکیلیکس ویبپاڼې ته استولي وې. ویکیلیکس بیا دغه اسناد د انترنت له لارې خپاره کړل چې د امریکا متحده ایالاتو له پاره یې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړې.
منینګ وویل مخکې له دې چې هغه ویکیلیکس ته دغه اسناد وسپاري، له نورو رسنیو لکه واشنګټن پوست، نیویارک ټایمز او پالیتیکو سره یې هم اړیکه نیولې وه. دغه سرتیري وویل: «هغه وخت ما باور درلود او اوس هم دغه باور لرم چې دا اسناد [د عراق او افغانستان د جګړې په اړه اسناد] زموږ د عصر تر ټولو مهم اسناد دي.»
هغه همداراز د عراق له جګړې څخه ځینې ویدیوګانې هم د ویکیلیکس ویبپاڼې ته استولې وې چې په کې امریکايي سرتیري پر عراقي ملکي وګړو باندې د ډزو کولو په حال کې ښوول شوي ول. منینګ ویلي دي چې هغه د دې په خاطر د ویکیلیکس ویبپاڼه انتخاب کړې ده، چې هغه «غیر قانوني فعالیتونه بربنډوي او تقریباً اکادمیکه» بڼه لري.
اوږد مهاله بند
منینګ کیدای شي چې یوازې د هغو تورونو له کبله چې ده منلي دي، د ۲۰ کلونو له پاره زندان ته واستول شي. هغه له ځان څخه د دفاع کولو له پاره یوه ۳۵ پاڼیزه دفاعیه هم جوړه کړې ده، خو قاضي باید پریکړه وکړي چې دغه سرتیری د خپلې دفاعیې څومړه پاڼې لوستلای شي.
د منینګ پوځي محکله به د جون د میاشتې په دریمه نیټه ترسره شي او هغه ته به یې سزا واوروله شي.