تروريزم
امریکايي بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې اوه جنګیالي وژلي
۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعهاعلان
د پاکستان د استخباراتي ادارې دغه چارواکي د جمعې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د فبروري میاشتې په ۹مه نیټه) وویل چې د بې پیلوټه الوتکې برید د پنجشنبې ورځې په پیل کې د شمالي وزیرستان د ګورواک کلی په نښه کړی. په دې سیمه کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وړاندې، د ځايي او بهرنیو ترهګرو د مرکزونو څخه یو وو.
د استخباراتي ادارې دغه چارواکي چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي ځکه له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو اجازه نه لري. سرچینې ویلي چې د پنجشنبې د ورځې د برید هدف د حقاني شبکه وه.
د دې برید پخلی په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه اسلام آباد ته رسیدلی. پاکستان تل د دغه راز بریدونو مخالفت کړی او وايي چې دغه بریدونه د دوی ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي.
حقاني شبکه څوک دي: