امریکا یو وار بیا د وسلو په صادرولو کې لومړی مقام ترلاسه کړی
۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبهنړۍ د جګړو او شخړو په اور کې سوځي او په ستاکهولم کې د سولې د څیړنیزې موسسې (سیپري) نوی رپوټ په نړۍ کې د وسلو د خرڅلاو بازار د رونق کیسه کوي.
د دغه رپوټ پر بنسټ امریکا متحده ایالات اوس هم د وسلو د صادراتو په برخه کې مخکښ او په لومړي مقام کې ځای لري. بل لور ته سعودي عربستان د وسلو د وارداتو په برخه کې لومړی مقام لري.
په دې رپوټ کې د تیرو پنځو کلونو (له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹م ) ارقام تر دې مخکې پنځو کلونو (۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴م ) سره پرتله شوي دي.
د سیپري څیړنې ښیې چې په نړۍ کې د وسلو د پير او پلور د معاملاتو حجم په تیرو پنځو کلونو کې ۵ سلنه او تر هغې د مخکې پنځو کلونو په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي. البته دغه زیاتوالی د نړۍ په مختلفو برخو کې توپیر کوي.
د سیپري د رپوټ پر بنسټ په منځني ختیځ کې د وسلو د پلور کچه په تیرو ۵ کلونو کې ۶۱ سلنه زیات شوی دی. همدارنګه امریکا متحده ایالاتو د وسلو د صادرولو په برخه کې خپل لومړی مقام ساتلی او خپل د وسلو د صادراتو کچه یې ۲۳ سلنه زیاته کړې ده.
د سیپري څیړنې ښيې چې په نړۍ کې هغه وسلې چې په پیر او پلورل کیږي یو پر دریمه برخه یې د امریکا جوړ دي.
روسیه هم د وسلو د لویو صادرونکو هیوادونو په درجه بندۍ کې په دویم مقام کې ځای لري، که څه هم په تیرو پنځو کلونو کې د دغه هیواد د وسلو صادرات تر هغې مخکې پنځو کلونو(۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴م ) په پرتله ۱۸ سلنه کم شوي دي.
فرانسې په نړۍ کې د وسلو د دریم تر ټولو لوی صادرونکي هیواد په توګه خپل مقام ساتلی دی او توانیدلې ده چې په تیرو پنځو کلونو کې خپل د وسلو د صادراتو کچه ۷۲ سلنه لوړه کړي.
د آلمان په بن ښار کې د BICC په څیړنیز مرکز کې د سیاسي چارو څیړونکی ماکس موچلر، وایي: «فرانسې په دې برخه کې لوې قراردادونه کړي دي، په ځانګړي توګه له مصر، قطر او هند سره او طبیعي ده چې د مودرنه او پیچلو وسله، لکه جنګي الوتکو او جنګي بیړیو له صادراتو سره د دغه هیواد د وسلو د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کیږي.»
که څه هم آلمان غواړي چې د وسلو د صادراتو په برخه کې خپل سیاست «سختګیرانه» ښکاره کړي، خو سره له دې هم دغه هیواد د نړۍ د وسلو څلورم تر ټولو لوی صادرونکی هیواد دی.
په تیرو پنځو کلونو کې د آلمان د وسلو د صادراتو کچه تر هغې د مخکې پنځو کلونو په پرتله ۱۷ سلنه لوړه شوې ده. دغه زیاتوالی کیدای شوای تر دې څو واره زیات وایې، ځکه چې آلمان د ۲۰۱۸ م کال د مني راهیسې د جمال خاشقچي د قتل تر مسئلې وروسته پر سعودي عربستان د خپلو وسلو پلورل بند کړل.
د سیپري د څیړنو پر بنسټ په نړۍ کې د وسلو د پیر او پلور د معاملاتو کچه په کلني حساب له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو ور اضافه کیږي.
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص