1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په سوریه کې د برید مسوولیت روسیه لري

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبه

واشنگټن وایي چې دوی په سوریه کې د مرستندویه توکو د لاریو پر کتار باندې د برید له پاره روسیه مسووله گڼي. په دغه برید کې ۱۸ لارې ویجاړې او ۲۱ تنه وژل شوي.

https://p.dw.com/p/1K5n2
Syrien Angriff auf Hilfskonvoi
انځور: picture alliance/newscom/O. H. Kadour

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال بن رودس، د سه شنبې په ماښام ناوخته وویل: «ټول معلومات په څرگند ډول ښيي چې دا یو هوایي برید وو.»

هغه په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې دا په دې معنی چې دوه لوري مسولیت لرلی شي یا د سوریې رژیم او یا هم د روسیې حکومت. هغه د اوربند په تړون کې د روسیې مکلفیت ته په اشارې سره ویلي دي چې متحده ایالات په دغه سیمه کې د روسیې حکومت د هوایي برید له پاره مسوول گڼي.

د دوشنبې د ورځې پیښې د ۳۱ مرسته رسوونکو لارۍ موټرو له ډلې څخه ۱۸ یې ویجاړې کړې او ۲۱ تنه یې ووژل. د پیښې د رامنځ ته کیدو پر مهال له لارۍ موټرو څخه د سوریې د سرې میاشتې په یوه گودام کې د زرگونو خلکو له پاره راوړل شوي خوراکي توکي او دارو درمل ځای پر ځای کیدل.

دغه پیښه د دې سبب شوه چې په سوریه کې د یوې اوونۍ له پاره نافذ شوې نازک اوربند له منځه ولاړ شي او ملگري ملتونه په دغه هیواد کې د بشري مرستو خپل ټول کاروانونه ودروي.

دوو امریکايي چارواکو چې نوم یې نه دی اخیستل شوی د امریکایي استخباراتو له قوله د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دوه روسۍ سوخو SU -24 ډوله جنگې الوتکې دقیقا د برید پر مهال د دغه کتار پر سر په فضا کې وې.

خو مسکو او دمشق په دغه هوایي برید کې هر ډول ښکلتیا ردوي. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایگور کونا شینکوف، ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو د انځورونو او فعالانو د فلمونو له مخې د بمبارۍ هیڅ کومه نخښه نښانه نه شته. کریملین بیا وایي چې دوی پر دې باور دي چې د ځمکې پر سر د کومې پیښې د رامنځ ته کیدو له کبله لاریو اور اخیستی دی.

ملگرو ملتونو، سره صلیب او د سوریې سرې میاشتې په گډه د سوریې له حکومت سره د مرستو دغه کاروان همغږی کړی وو. د سوریې سرې میاشتې ویلي دي چې د دوی یو ځايي مشر او نور ۲۱ ملکي کسان په دغه پیښه کې وژل شوي دي.

ملگري ملتونه پر دې باور دي چې ښایي دغه پیښه په جنگي جرمونو کې وشمیرل شي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د سه شنبې په ورځ عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې وویل: «بشري مرستندویه کسان چې د ژوندانه ژغورولو مرستې رسوي اتلان دي [...] څوک چې هغوی بمباروي ډارن دي.»

د مرستندویه توکو دغه کاروان یوازې څو ساعته وروسته له هغې په نخښه شو چې د سوریې پوځ د متحدو ایالاتو او روسیې په منځگړتوب د یوې اوونې له پاره د رامنځ ته شوي اوربند د ختمیدو اعلان وکړ.

په پام کې ده چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د سوریې د وضعیت په اړه د لوې کچې یوه غونډه تر سره کړي.