امریکا په عراق کې پر خپلو اډو د بریدونو پړه پر ایران واچوله
۱۳۹۷ شهریور ۳۰, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې ورځ په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن ایران په عراق کې پر خپلو پوځي اډو باندې د برید مسئول هیواد بولي.
هدر نائورت وویل: «هغه شان چې [د امریکا] د بهرنیو چارو وزیر تیره اوونۍ اشاره وکړه، موږ په بصره کې پر خپلو پوځي اډو باندې د کاتیوشا ډوله توغندیو د توغیدو شاهدان وو. په بغداد کې پر زموږ سفارت باندې هم برید وشو او [...] د عراق په شمال کې د کردي ځواکونو پر مرکزونو باندې هم بریدونه وشول.»
میرمن نائورت د عراق په شمال کې د ایران د حکومت خلاف ایراني کردانو پر موقعیتونو باند ې د پاسداران سپاه بریدونو ته اشاره وکړه. په دې برید کې ۱۵ کسان ووژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي وو. د پاسداران سپاه مشر دغه برید «د ایران دښمنانو ته یو معنی لرونکی پیغام» وباله.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ وویل: «زموږ له نظره ایران اوس هم په سیمه کې د ناامنۍ عامل دی. هغوی تر خپل ملاتړ لاندې یاغیانو په مرسته پر دولتونو او خلکو باندې بریدونو ته دوام ورکوي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په وضاحت سره وویل: «هر امریکایي [چې په دغو نښتو کې] خپل ژوند له لاسه ورکړي موږ یې هغوی [د ایران اسلامي جمهوریت] مسئول بولو.»
تر دې مخکې عراق ته د ایراني توغندیو د لیږد او د ایران له خوا د دې هیواد د شیعه یاغیانو د روزنې رپوټونه ورکړل شول خو ایران دغه رپوټونه په کله رد کړل.
سپینې ماڼۍ هم د سه شنبې په ورځ ګواښ کړی وو چې د ایران تر ملاتړ لاندې یاغیان که امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو ته زیان ورسوي نو مسئولیت به یې پر ایران وي. د امریکا متحده ایالاتو د حکومت په بیانیه کې د بصرې او بغداد بریدونو ته په اشارې سره ویل شوي وو: «ایران په عراق کې تر خپل مالي، روزنیز او تسلیحاتي ملاتړ لاندې یاغي ډلو د مخنیوي له پاره هیڅ اقدام و نه کړ.»
سپینې ماڼۍ ویلي وو چې امریکا به له خپلو اتباعو څخه د دفاع په موخه «ګړندي او قاطعانه» اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ایران د سیمې د ناامنه کولو، د نورو هیوادونو په چارو کې د مداخلې او یا په سیمه کې د امریکا پر مرکزونو باندې د بریدونو تورونه ردوي.